کابل (پژواک) – رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د عامه پانګهونې صندوق مرکزي دفتر چې په تر ټولو لوړه ودانۍ کې موقعیت لري، د حوثیانو په توغندیز برید کې زیانمن شوی دی.
د راپور له مخې، د سعودي عربستان ملکي دفاع ادارې ویلي چې د ریاض په مالي مرکز کې د حوثیانو په برید کې د یوې ودانۍ څو پوړونه او نږدې ودانۍ زیانمنې شوې دي.
په راپور کې راغلي چې د سعودي دولتي خبري اژانس (SPA) له خوا خپور شوی انځور ښيي چې په نښه شوې ودانۍ د دغه هېواد د عامه پانګونې صندوق (PIF) مرکزي دفتر دی. د برید له امله د ودانۍ د اوو یا اتو پوړونو کړکۍ ماتې شوې او د فلزي نما ځینې برخې یې هم زیانمنې شوې دي.
حوثیانو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ یې د ریاض مالي مرکز دوه ځله، یو ځل سهار وختي او بل ځل ماښام، په نښه کړی دی.
د سعودي په مشرۍ ائتلاف ویلي چې د ریاض پر لور یې د توغول شوی توغندی شنډ کړی دی. خو رویټرز د درېیو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د عامه پانګونې صندوق ودانۍ د حوثیانو د توغول شوي توغندي له امله زیانمنه شوې ده.
د راپور له مخې، دا په دوو اونیو کې دویم ځل دی چې د ریاض په مالي مرکز کې یوه مهمه ودانۍ د حوثیانو په برید کې زیانمنېږي؛ تر دې مخکې د نومبر په اتمه د سعودي د دولتي تېلو شرکت ارامکو ودانۍ هم په برید کې زیانمنه شوې وه.
د رویټرز د راپور له مخې، د یمن جګړه د روان کال په جولای کې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې له پیل سره بېرته توده شوې او هممهاله حوثیانو د سعودي پر هوايي ډګرونو او د تېلو پر تاسیساتو بریدونه پیل کړي دي.
راپور زیاتوي چې سعودي چارواکي اټکل کوي د حوثیانو پر وړاندې د دغه هېواد پوځي عملیات ښايي تر شپږو نورو میاشتو پورې دوام وکړي. د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د چهارشنبې په ورځ په ریاض کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان اډمیرال برېډ کوپر سره هم لیدلي دي.










