منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۹ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

ایران

۷۲۸ راپورونه

راپورونه

قالیباف: تر هغه چې د ایران اووه شرطونه تحقق ونه مومي، هرمز تنګی نه پرانیستل کېږي

د ایران د پارلمان مشر وايي، تر هغه چې د اسلام‌اباد هوکړه‌‌لیک پر بنسټ د ایران اووه شرطونه تحقق ونه مومي، هرمز تنګی به تړلی پاتې وي او ایران خپله ملي امنیتي تګلاره د «امریکايي چارواکو پر ټویټونو» نه تنظیموي.

الجزیره: ایران د امریکا وړاندیز ترلاسه کړی؛ د بن‌بست ماتولو هڅې روانې دي

الجزیرې د ایران د حکومت د ویاندې له قوله راپور ورکړی چې تهران د امریکا له لوري یو وړاندیز ترلاسه کړی؛ دا په داسې حال کې ده چې د ایران او امریکا د جګړې په تړاو د «بن‌بست ماتولو» لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

افغانستان او ایران د صادراتو، ترانزیټ او پانګونې پر پراختیا خبرې کړې دي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د دې خونې عمومي رییس په کابل کې د ایران له سفیر سره لیدلي او دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د ایران ولسمشر سبا امریکا ته ځي

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ملګرو ملتونو په ۸۱مه سرمشریزه کې د ګډون لپاره سبا (سه‌شنبه) د امریکا نیویارک ښار ته سفر وکړي.

د امریکا استازو جرګې د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره درېیم ځل رایه ورکړه

د راپورونو له مخې، د امریکا استازو جرګې د درېیم ځل لپاره د جګړې د واکونو پرېکړه‌لیک تصویب کړی چې موخه یې دا ده، څو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس له تایید پرته په ایران کې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ور نه کړي.

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۴۸ کورنۍ راستنې شوې دي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۴۸ کورنۍ چې ۶۷۱ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغه‌راز، ۸۹ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۱۰۰ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي.

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۵۰ کورنۍ راستنې شوې دي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۵۰ کورنۍ چې ۱۰۸۳ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې، ۹۹ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۱۰۴کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي.

پیرو له ایران سره ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې

د پیرو حکومت د ایران پر ځینو سیاستونو له نیوکو کړي، وایي له تهران سره یې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي، خو قونسلي اړیکې به یې دوام ولري؛ تهران تر اوسه په دې اړه غبرګون نه…

نور راپورونه