منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۳ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

له ایران سره جګړه کې د امریکا لګښت له ۴۷ میلیارد ډالرو اوښتی

· ۳ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د امریکا د دفاع وزارت د وروستۍ ارزونې له مخې، له ایران سره د امریکا د جګړې لګښت تر ۴۷ میلیارد ډالرو اوښتی چې د جولای میاشتې د ارزونې په نسبت څه باندې ۲۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه شمېرې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) د معلوماتو پر بنسټ ترلاسه شوې خو تر اوسه په رسمي ډول له خلکو سره نه دي شریکې شوې.

د راپور له مخې، د جګړې له ټول لګښته څه باندې ۲۹ میلیارد ډالر په پوځي عملیاتو کې د کارول شوو مهماتو د بېرته تامین او څه باندې شپږ میلیارد ډالر نور د پوځي تجهیزاتو په ګډون د الوتکو او بې‌پیلوټه الوتکو د زیانونو د جبران لپاره اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت د روان میلادي کال په جولای میاشت کې له ایران سره د جګړې لګښت ۳۷.۵ میلیارد ډالر اټکل کړی و.

رویټرز لیکلي چې د جګړې د لګښتونو زیاتوالی په داسې شرایطو کې مطرح کېږي چې د امریکا جمهوري‌غوښتونکی ګوند د نومبر د درېیمې نېټې د منځمهاله ټاکنو په درشل کې د دې جګړې له سیاسي پایلو سره مخ دی.

د راپور له مخې، په نړۍوالو بازارونو کې د انرژۍ پر بیو د جګړې اغېزو د جمهوري‌غوښتونکو نوماندانو ملاتړ راکم کړی او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر محبوبیت یې هم منفي اغېز کړی دی.

ټرمپ د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې له اسرائیل سره په ګډه د ایران پر ضد جګړه پیل کړه او هغه مهال یې وړاندوینه کړې وه چې دغه جګړه به لنډمهاله وي.

سرچینې لیکلي چې د جګړې په لومړیو پړاوونو کې د امریکا پوځي تګلاره د ایران د دفاعي سیسټمونو د په نښه کولو لپاره د پرمختللو او دقیقو ګران‌بیه توغندیو پر کارولو متمرکزه وه، څو د دغو سیسټمونو له کمزوري کولو وروسته ارزانه مهمات وکارول شي؛ خو د اپرېل میاشتې اوربند ایران ته فرصت ورکړ چې د خپلو ځینو تر ځمکې لاندې زېرمتونونو فعالیت بېرته پیل کړي او یو شمېر دفاعي سیسټمونه، توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې چې لاسرسی ورته محدود شوی و، بېرته فعال کړي.

د راپور له مخې، ټرمپ له هغه وروسته د ایران د تېلو د صادراتو عوایدو د کمولو په موخه پر دغه هېواد سمندري محاصره لګولې او د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته یې د پوځي عملیاتو د بیا پیل احتمال هم مطرح کړی دی.

د رویټرز په راپور کې راغلي چې امریکایي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، پنټاګون د امر د صادرېدو په صورت کې د سختو پوځي نښتو د بیا پیل لپاره چمتووالی نیسي.

د راپور د معلوماتو له مخې، د امریکا د دفاع وزارت وروستۍ ارزونه د پوځي الوتنو او سایبري ملاتړ په ګډون د بېلابېلو عملیاتي فعالیتونو لګښتونه رانغاړي؛ خو د هغو امریکایي پوځي اډو د بیارغونې احتمالي لوړ لګښتونه په‌کې په روښانه ډول نه دي محاسبه شوي چې د ایران په توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو کې زیانمنې شوې دي.