منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۵ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی

امریکا په نهو میاشتو کې د وینزویلا د طبیعي سرچینو له ۱۲ میلیارد ډالرو ډېر عوايد مدیریت کړي

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، امریکا د ۲۰۲۶ میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې د وینزویلا د تېلو او نورو طبیعي سرچینو د پلور له لارې تر ۱۲ میلیارد ډالرو ډېر عواید مدیریت کړي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه معلومات د «کې‌پي‌اېم‌جي» (KPMG) د یوه راپور پر بنسټ دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپور شوی دی.

سرچينه کاږي، د روان کال په جنورۍ میاشت کې د وینزویلا د پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو له واکه تر لرې کېدو وروسته، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې داسې یو میکانيزم جوړ کړ چې له مخې یې د وینزویلا د تېلو او نورو طبیعي سرچینو پېرودونکي د دغو سرچینو د پلور پیسې د امریکا د مالیې وزارت تر مدیریت لاندې یوه حساب ته لېږدوي او وروسته دغه پیسې د وینزویلا لنډمهالې حکومت ته سپارل کېږي.

په راپور کې راغلي چې یاد حساب ته له لېږدول شوو څه باندې ۱۲.۲۶ میلیارد ډالرو عوایدو څخه، تر ۱۲.۱ میلیارد ډالرو ډېرې پیسې د تېلو، نفتي محصولاتو او طبیعي ګازو د پلور له لارې ترلاسه شوې دي. همدارنګه، د سرو زرو له پلور څخه ۱۰۸ میلیون ډالر، د کانونو له محصولاتو څخه ۲۲ میلیون ډالر او د کیمیاوي سرې له پلور څخه ۲۴.۶ میلیون ډالر عواید ترلاسه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، د سپټمبر میاشتې تر پایه له یاد حساب څخه ۱۲.۱۱ میلیارد ډالر، چې د ټولې واریزې شوې پیسې نږدې ۹۹ سلنه جوړوي، بېرته لګول شوي دي. د دغو پیسو ډېره برخه د وینزویلا د چارواکو له خوا د بهرنیو اسعارو د لیلامونو له لارې د دغه هېواد اقتصاد ته تزریق شوې او ۱۳۳ میلیون ډالر یې په مستقیم ډول د وینزویلا د حکومت د اړتیا وړ خدمتونو د لګښتونو د ورکړې لپاره ځانګړي شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې دغه پیسې لا هم د وینزویلا ملي شتمني ګڼل کېږي؛ خو د عامه، حکومتي او ډیپلوماتیکو لګښتونو لپاره د امریکا تر مدیریت لاندې دي او د هغو د لګولو په اړه د پرېکړې واک د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته سپارل شوی دی.

رویټرز ویلي چې د راپور په خپره شوې نسخه کې د هغو شرکتونو نومونه حذف شوي چې یاد حساب ته یې پیسې لېږدولې دي؛ خو نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغو پیسو ډېره برخه د خامو موادو د سوداګرۍ دوو لویو شرکتونو، «ترافیګورا» او «ویتول»، ورکړې ده.