ژبه

الجزیره: ایران د امریکا وړاندیز ترلاسه کړی؛ د بن‌بست ماتولو هڅې روانې دي

سهراب سروري

۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۳:۴۳

Views: ۵

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۵): الجزیرې د ایران د حکومت د ویاندې له قوله راپور ورکړی چې تهران د امریکا له لوري یو وړاندیز ترلاسه کړی؛ دا په داسې حال کې ده چې د ایران او امریکا د جګړې په تړاو د «بن‌بست ماتولو» لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د ایران د حکومت ویاندې فاطمې مهاجراني ویلي چې تهران د امریکا له لوري یو وړاندیز ترلاسه کړی دلی.

د یادې رسنۍ په وینا، هممهاله د ایران پر ضد د امریکا او اسراییلو د جګړې په تړاو د «بن‌بست ماتولو» لپاره ډیپلوماټیکې هڅې هم روانې دي.

الجزیرې په دغه خبر کې د امریکا د وړاندیز د منځپانګې، شرطونو او په تړاو یې د تهران د غبرګون په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت پرون ویلي وو، دوحه د امریکا او ایران ترمنځ منځګړیتوب ته دوام ورکوي او په وروستیو ورځو کې د دواړو لورو ترمنځ ناستې شوي او پیغامونه تبادله شوي دي.

قطر ویلي، هڅه کوي چې د دواړو لورو لیدلوري سره نږدې او د یوه سوله‌ییز حل لپاره زمینه برابره کړي.

اسوشیټېډ پرېس هم راپور ورکړی چې منځګړي هڅه کوي د تهران او واشنګټن ترمنځ داسې یوې هوکړې ته لاره هواره کړي چې له مخې یې روانې نښتې پای ته ورسېږي او هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي؛ د دواړو لورو ترمنځ غیرمستقیمې خبرې د سیمې د هېوادونو په منځګړیتوب روانې دي.

ایران تر دې مخکې د قطري منځګړو له لارې امریکا ته د «اووه ورځني پلان» په نوم یو طرحه وړاندې کړې وه. په دې طرحه کې په ایران او لبنان کې د نښتو پای ته رسول، د ایران د میلیاردونو ډالرو کنګل شویو شتمنیو ازادول، د تېلو اړوند بندیزونو لرې کول او د ایران پر بندرونو د سمندري کلابندۍ پای ته رسول شامل وو.  د دې په بدل کې به تهران هرمز تنګی بېرته پرانیزی او د دواړو لورو ترمنځ به د ایران د اټومي پروګرام په ګډون خبرې بیا پیلیږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې ویلي وو چې د ایران طرحه یې رد کړې، خو ایراني چارواکو ټینګار کړی و چې د منځګړو له لارې د واشنګټن رسمي ځواب ته منتظر دي.