کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۴۸ کورنۍ چې ۶۷۱ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغهراز، ۸۹ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۱۰۰ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۶۴ کورنۍ چې ۳۳۴ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۷۰ کورنۍ چې ۳۵۳ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې ۲۹۵ زره او ۱۷۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۷۰ کورنیو سره په ټولیز ډول ۵۸۴ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.
د کندهار د سپینبولدک له لارې هم اووه کورنۍ چې ۳۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
د مسوولینو په خبره، له دې ډلې پنځه کورنۍ چې ۲۹ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې ۶۶ زره او افغانۍ ورکړل شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې په سپینبولدک کې له اووه کورنیو سره په ټولیز ډول ۵۶ زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.
د دغه راپور له مخې، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۶۳ کورنۍ چې ۲۵۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې او همدارنګه ۱۲۱۷ مسافر هم راستانه شوي دي.
د نغدي مرستو برخه کې په ټولیز ډول له نهو کورنیو سره ۶۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
دغهراز، د هرات د اسلامکلا بندر له لارې هم ۱۴ کورنۍ چې ۵۲ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي او په ټولیز ډول له ۱۴ کورنیو سره ۹۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
دغهراز، د انتقال او ترانسپورټ کمېټې په کابل کې ۱۴ کورنۍ چې ۸۱ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې او هغوی ته یې ۸۳ زره افغانۍ د ترانسپورټ کرایه هم ورکړې ده.
سرچینې لیکلي، په ټوله کې ۱۴۸ کورنۍ چې ۶۷۱ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي، ۸۹ کورنۍ چې ۴۶۳ کسان کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او له ۱۰۰ کورنیو سره مرستې شوې او د مخابراتي شبکو ۸۲ سیمکارتونه وېشل شوي دي.