کابل (پژواک) – د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي، سویس افغانستان ته د راستنېدونکو او نورو اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره یو نیم میلیون سویسي فرانکه (شاوخوا یو میلیون او ۷۸۰ زره امریکایي ډالر) ځانګړې کړې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د سویس دغه تازه مرسته به له یادې کمېشنرۍ سره د اړمنو کسانو لپاره د مرستو په دوام کې مرسته وکړي.
سرچینې زیاته کړې راستنېدونکي افغانان خوندیتوب، لومړنیو خدمتونو ته د لاسرسي او د خپل ژوند د بیا رغولو لپاره دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري.
د سویس د بهرنیو چارو وزارت پر وېبپاڼه د خپرو شوو معلوماتو له مخې، دغه هېواد په ۲۰۲۶ کال کې له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو د ملاتړ لپاره په ټولیز ډول درې نیم میلیون سویسي فرانکه ځانګړې کړې دي.
د یاد پروګرام په چوکاټ کې له راستنېدونکو سره نغدي بېړنۍ مرستې، د هغوی د خوندیتوب وضعیت څارنه، د حرفوي زدهکړو اسانتیاوې او نورو برخو کې ملاتړ شامل دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان د ګډو شمېرو له مخې، د روان میلادي کال له پیل څخه د نومبر تر اوومې شاوخوا یو میلیون او ۴۰۹ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي چې ۷۲۷ زره یې له پاکستان او ۶۸۱ زره یې له ایران څخه دي.











