کابل (پژواک) – د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي، په نړۍ کې نږدې ۹۰ میلیونه بېځایه شوي کسان په هغو هېوادونو کې ژوند کوي چې د اقلیمي بدلون له امله د وچکالۍ، سېلابونو او سختې ګرمۍ له زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دي او د نړۍ د ټولو بېځایه شویو کسانو نږدې درې پر څلورمه برخه د افغانستان او بنګلهدېش په څېر هېوادونو کې مېشت دي چې له جدي اقلیمي خطرونو سره لاس او ګرېوان دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) نن (جمعه، د لړم ١٥مه) د یوه تازه راپور په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې اقلیمي بدلون د میلیونونو بېځایه شویو کسانو ژوند له جدي ګواښونو سره مخ کړی او له دغو خطرونو سره د مقابلې لپاره د مالي مرستو زیاتېدو ته اړتیا ده.
دغه راپور چې د ترکیې په انتالیا ښار کې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د کاپ ۳۱ (COP31) کنفرانس له جوړېدو مخکې خپور شوی، ښيي چې جګړې، بېځایه کېدل او اقلیمي بدلون یو له بل سره تړلې ستونزې دي.
د د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې د نړۍ د ټولو په بېځایه شویو کسانو نږدې درې پر څلورمه برخه د افغانستان او بنګلهدېش په څېر هېوادونو کې ژوند کوي چې د اقلیمي بدلون له جدي ګواښونو سره مخ دي.
د یادې کمېشنرۍ د عملیاتي چارو مرستیال انتون لېیس ګارسیا ویلي چې په ناامنو او له بېځایه کېدو اغېزمنو سیمو کې له اقلیمي بدلون سره ځان برابرول د خلکو د ژوند او بقا مسئله ده.
نوموړي زیاته کړې چې د اقلیمي بدلون له اغېزو سره د مقابلې لپاره باید مالي مرستې هغو ټولنو ته ورسېږي چې تر ټولو ډېرې اړتیاوې لري.
د راپور له مخې، اقلیمي بدلون د بېځایه شویو کسانو بېرته ستنېدل او په خپلو سیمو کې د هغوی دوامدار ژوند هم له ستونزو سره مخ کړی دی.
سرچینې زیاته کړې چې د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمايي کې له درېیو برخو څخه له دوو ډېر بېرته ستانه شوي کډوال هغو هېوادونو ته ستانه شوي چې له سختو اقلیمي خطرونو سره مخ دي او له همدې امله د بیا بېځایه کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.
د راپور له مخې، په سوریه کې چې په دې وروستیو کې نږدې څلور میلیونه بېځایه شوي کسان خپلو سیمو ته ستانه شوي، د اوبو کمښت او نامنظم اورښتونه د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او د روان کال په مې میاشت کې د فرات سیند سېلابونو د زرګونو کسانو کورونه زیانمن کړي او هغوی یې بېځایه کړي دي.
دغه راز، د ملګرو ملتونو یادې ادارې خبرداری ورکړی چې تر ۲۰۵۰ کال پورې د افریقا د صحرا سوېل ته په پرتو هېوادونو کې د کډوالو له هرو درېیو مېشتځایونو څخه یو یې ښایي هر کال لږ تر لږه د ۱۰۰ ورځو لپاره له خطرناکې ګرمۍ سره مخ شي.
راپور زیاتوي چې د النینو اقلیمي پدیدې د احتمالي پیاوړتیا له امله ښایي په ګڼو هېوادونو کې د سېلابونو او وچکالیو خطرونه زیات شي او نور خلک هم بېځایه کېدو ته اړ کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د اټکل له مخې، د روان کال تر پایه په سومالیا، کینیا، سوېلي سوډان او یوګانډا کې سخت سېلابونه ښایي تر درېیو میلیونو پورې کسان بېځایه کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له حکومتونو او نړیوالو مالي بنسټونو غوښتي چې د اقلیمي بدلون له اغېزو سره د مقابلې لپاره مالي مرستې زیاتې کړي.
دغې ادارې ویلي چې اوسمهال د اقلیمي بدلون په برخه کې د نړیوالو مالي مرستو یوازې شاوخوا لس سلنه هغو هېوادونو ته رسېږي چې له جګړو او بېثباتۍ سره مخ دي.










