کابل (پژواک) ـ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له درېیو موسسو سره یې د نږدې ۱۹۲ میلیون افغانیو په ارزښت د همکارۍ درې هوکړهلیکونه لاسلیک کړي چې له مخې به یې په ۱۶ ولایتونو کې راستنېدونکو، بېځایه شوو او د کوربه ټولنو غړو ته مرستې او بېلابېل خدمتونه وړاندې شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغان سولې جوړونکو بشري موسسې، د بشري حقونو د څېړنې او دفاع ډلې او د افغانستان لپاره د انصاري بیارغونې موسسې سره یې د همکارۍ درې هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې د دغو هوکړهلیکونو ارزښت ۱۶۷ میلیونه، ۱۷۳ زره او ۹۱ افغانۍ او ۳۷۶ زره او ۲۹۰ امریکايي ډالر دی چې د ډالري برخې معادل شاوخوا ۲۴ میلیونه، ۵۷۹ زره او ۲۶۳ افغانۍ کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پیسې به په کابل، هرات، بادغیس، فراه، پروان، کاپیسا، لوګر، پکتیا، زابل، خوست، غزني، کونړ، میدان وردګو، ننګرهار، لغمان او بامیانو کې ۸۱ زره ۶۶۶ کورنیو او پنځو زره او ۲۰۰ تنو راستو شویو، بېځایه شویو او د کوربه ټولنې غړو ته د نغدي مرستو، زدهکړو، د ماشومانو لپاره دوستانه چاپېریال برابرولو، معیشت، اقتصادي پیاوړتیا، د ټولنې مشارکت او پیاوړتیا، مدنې اسنادو او خوندیتوب په برخو کې ولګول شي.











