کابل (پژواک) – وروسته له هغه چې د امریکا حکومت پرېکړه وکړه، یو شمېر نیول شوي افغانان پاکستان ته وباسي او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه، د امریکا یوې فدرالي محکمې د دغو افغانانو د اېستلو بهیر د شنبې تر ورځې په موقت ډول درولی دی.
د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د ډونالډ ټرمپ ادارې پرېکړه کړې وه چې یو شمېر هغه افغانان چې د امریکا د کډوالۍ په توقیفځایونو کې ساتل کېږي، له دغه هېواده پاکستان ته وباسي. ټاکل شوې وه چې دغه کسان تېره دوشنبه د امریکا له لوئیزیانا ایالته پاکستان ته ولېږدول شي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې په اړه د اندېښنې په څرګندولو له امریکا غوښتي وو چې په دې برخه کې مسوولانه او سنجول شوی دریځ غوره کړي او د افغانستان د وګړو حقونه او مشروع غوښتنې په پام کې ونیسي.
دغه وزارت ټینګار کړی و چې درېیم هېوادونه باید د لنډمهالو امتیازاتو په بدل کې د نورو هېوادونو د وګړو پر برخلیک معامله ونه کړي.
په همدې حال کې، اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د نیویارک فدرالي قاضي والري کاپروني پرون (سهشنبه) پاکستان ته د نیول شوو افغانانو د اېستلو بهیر د موقت ځنډولو حکم صادر کړی دی.
د راپور له مخې، د محکمې دغه حکم د شنبې تر ورځې (د لړم ۱۶مه) اعتبار لري او د امریکا حکومت محکمې ته ویلي چې د دغه هېواد د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ICE) د روانې اوونۍ تر پایه د افغانانو د اېستلو لپاره هېڅ پلان شوې یا تایید شوې الوتنه نه لري.
دغه پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د امریکا د کانګرېس ۶۶ غړو د دغه هېواد چارواکو ته په یوه لیک کې د هغو افغانانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه چې د اېستلو پرېکړه یې شوې ده.
دغه راز، د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونو ویلي چې له ۸۰ ډېرو نیول شوو افغانانو، پاکستان ته د احتمالي اېستلو د خبرتیاوو له ترلاسه کولو وروسته، له دوی سره اړیکې نیولې دي.
د دغو بنسټونو په وینا، په یادو کسانو کې داسې کسان هم شته چې د کورنیو غړو یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې ده.
خو د محکمې دغه حکم موقتي دی او د اعتبار مودې له پای ته رسېدو وروسته د دغو کسانو د برخلیک په اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان شوې.










