منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۰ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د يوناما مشرې تورخم کې د راستنېدونکو کمپ له یوه روغتیايي مرکزه لیدنه وکړه

· ۱ دقیقه لوستل

کابل (پژواک): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمې تورخم ته د خپل سفر په ترڅ کې د راستنېدونکو عمري کمپ کې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو له هغه مرکزه لیدنه کړې چې د روغتیا نړۍوال سازمان يې تمويلوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان څانګې پر خپله پاڼه لیکلي چې د دې لیدنې پر مهال د دغه سازمان کارکوونکو نوموړې ته راستنېدونکو ته د وړاندې‌کېدونکو روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات ورکړل.

رباب فاطمې د زیان‌منونکو کورنیو لپاره روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي برخه کې د روغتیا نړۍوال سازمان رول مهم بللی او په دې برخه کې یې د دغه سازمان د هڅو ستاینه کړې ده.