کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې تېره ورځ له ايران او پاکستان څخه ۱۱۵ کورنۍ چې ۴۸۱ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د پنجشنبې ورځې (د تلې ۲۳مه) په راپور کې ویلي چې له راستنو شوو کډوالو سره د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي برخو کې مرستې شوې دي.
د راپور له مخې، د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۰ کورنۍ چې ۱۱۰ کسان کېږي، همدارنګه، د کندهار د سپینبولدک له لارې اته کورنۍ چې ۴۶ کسان کېږي، او د هرات د اسلامکلا له لارې ۲۰ کورنۍ چې ۷۰ کسان کېږي، بېرته هېواد ته راغلې دي.
سرچینه زیاتوي، د نیمروز د ورېښمو پُله له لارې هم ۶۷ کورنۍ چې ۲۵۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د همدې لارې ۱٬۲۲۳ مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.
د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۱۱ کورنۍ چې ۵۶ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایه يې چې ۵۳ زره او ۶۰۰ افغانۍ کېږي، ورکړل شوې ده.
په راپور کې راغلي چې په دې ورځ له ۴۱ کورنیو سره ټولټال ۲۹۸ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده. له دې ډلې، په تورخم کې له ۱۲ کورنیو سره ۹۲ زره، په سپینبولدک کې له اتو کورنیو سره ۶۸ زره، د ورېښمو پُله له لارې له یوې کورنۍ سره اته زره او په اسلامکلا کې له ۲۰ کورنیو سره ۱۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، راستنو شوو کډوالو ته خوراکي توکي، روغتیايي او مخابراتي خدمتونه هم برابر شوي دي او ۳۲ سیمکارتونه هم وېشل شوي او یو شمېر ناروغان درملنه شوي دي.
د راپور د شمېرو له مخې، په تورخم کې ۴۴۴، په اسلامکلا کې ۴۸۰ او په کابل کې ۸۸ ناروغان درملنه شوي دي. دغهراز، په تورخم، سپینبولدک، د ورېښمو پُله، اسلامکلا او کابل کې راستنو شوو کډوالو ته زرګونه وخته چمتو شوي خواړه وېشل شوي دي.
سرچینه وايي، راستنو شوو کډوالو ته د نوملیکنې، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله استوګنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.