کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۵): د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، اروپايي ټولنې دغه هېواد ته وړاندیز کړی چې په اروپايي هېوادونو کې د قرغیزستان ماهرو کارګرو ته د کاري فرصتونو برابرولو په بدل کې افغان او افریقايي کډوال ومني؛ خو بشکیک دغه وړاندیز رد کړی دی.
د «سپوتنیک قرغیزستان» خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ژینبیک کولوبایف نن چهارشنبه، پارلمان ته ویلي چې اروپايي ټولنې وړاندیز کړی څو قرغیزستان د درېیم هېواد په توګه هغه افغان او افریقايي کډوال ومني چې اروپا ته تللي دي.
د ده په وینا، اروپايي ټولنې د دغو کډوالو منل په اروپايي هېوادونو کې د قرغیزستان ماهرو وګړو ته د کاري فرصتونو له برابرولو سره تړلي دي.
کولوبایف ویلي: «هغوی وړاندیز وکړ چې زموږ د وګړو د قانوني کار لپاره زمینه برابره شي؛ خو موږ ورته وویل، تاسې کولای شئ د قرغیزستان وګړي په مستقیم ډول د کار لپاره استخدام کړئ، خو موږ د نورو هېوادونو د کډوالو له منلو سره مخالف یو.»
د راپور له مخې، تر دې مخکې د اروپايي ټولنې پنځو غړو هېوادونو، ډنمارک، اتریش، یونان، جرمني او هالنډ، د یوې ازمایښتي طرحې پلي کولو ته لېوالتیا ښودلې وه چې له مخې به یې هغه کډوال چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي، د اروپايي ټولنې له قلمرو بهر ځانګړو مرکزونو ته ولېږدول شي.
په راپور کې راغلي چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو ازبکستان هم د دې طرحې په تړاو یاد شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د دې ټولنې له پولو بهر د کډوالو لپاره د ساتنې د مرکزونو د جوړولو پر موضوع خبرې کوي.