کابل (پژواک) – د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو نهو میاشتو کې نږدې یو میلیون او ۲۹۰ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي چې شاوخوا ۴۳ سلنه یې په زور ایستل شوي دي.
دغه بنسټ نن (یکشنبه) د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر سپټمبر پورې د انعطافمنونکو مالي مرستو د لګښت په اړه په خپل راپور کې لیکلي چې ډېری دغه کډوال په سختو شرایطو کې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د راپور له مخې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د انعطافمنونکو مالي مرستو په کارولو سره د کډوالو د بېرته ستنېدو سیمو کې بېړنۍ مرستې او د خوندیتوب ملاتړ برابر کړي او د زیانګالو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو او د عاید سرچینو د بېرته جوړولو لپاره یې هڅې کړې دي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې د ستنېدو سیمو کې شاوخوا ۳۴۰ زیانګالو کورنیو د بیا ادغام لپاره مالي مرستې ترلاسه کړې او نږدې ۲۳۰۰ کسانو چې د خوندیتوب له جدي ګواښونو سره مخ وو، هم نغدي مرستې ترلاسه کړې دي.
همدارنګه، شاوخوا ۲۶۰۰ زیانګالو کورنیو د کورنیو اړینو وسایلو برابرولو لپاره نغدي مرستې ترلاسه کړې دي.
د راپور په بله برخه کې راغلي چې د دغه سازمان د شکایتونو او نظرونو د ثبت او څېړلو له لارې څه باندې ۴۵ زره غوښتنې او شکایتونه ترلاسه شوي چې نږدې ۱۵ زره یې تعقیب شوي او د اړینو خدمتونو ترلاسه کولو لپاره اړوندو ادارو ته ورپېژندل شوي دي.
دغه سازمان څرګنده کړې، شاوخوا ۲۶۵۰ کسانو چې ۱۲۰۰ یې ښځې دي، د دغه بنسټ د کوچنیو مالي مرستو د پروګرام له لارې په ټولیز ډول نږدې ۶.۱ میلیون ډالره تمویل ترلاسه کړی دی.
دغو مرستو له شاوخوا ۲۵۰۰ موجودو او ۱۴۵ نوو کاروبارونو ملاتړ کړی او نږدې ۲۰۰۰ کسانو د سوداګرۍ د پراختیا برخه کې روزنه هم ترلاسه کړې ده.
په راپور کې همدارنګه راغلي چې د مسلکي او تخنیکي زدهکړو پروګرامونو له لارې نږدې ۴۶۰ کسانو په هرات کې د ډیجیټلي مهارتونو، ۱۶۰ کسانو د مسلکي او تخنیکي زدهکړو، شاوخوا ۹۰ کسانو د قابلګۍ او ۱۵۵ نورو د ښوونکو د روزنې برخو کې زدهکړې کړې دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ زیاته کړې چې د افغانستان د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې ۳۰ میلیون ډالره انعطافمنونکې مالي مرسته په واک کې لرله، په داسې حال کې چې د دغه سازمان ټولې مالي اړتیاوې ۲۱۶.۴ میلیون ډالره اټکل شوې دي.










