کابل (پژواک) – د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د بشري مرستو د همغږۍ او پاملرنې له موسسو سره یې د ۱۳۶ میلیونه او ۷۵۹ زره افغانیو په ارزښت د همکارۍ درې هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هوکړهلیکونه د ۹۶۳ زره او ۹۴۴ امریکایي ډالرو، چې ۶۲ میلیونه او ۶۵۹ زره افغانۍ کېږي، او ۷۴ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت لاسلیک شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې دغه پیسې به په کندهار، هلمند، نیمروز، زابل، اروزګان، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کندوز او بغلان ولایتونو کې له راستنو شوو کورنیو او کوربه ټولنو سره د مرستې په موخه ولګول شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له دغو مرستو به یو زر او ۶۱۰ کورنۍ او ۳۴۷ زره او ۸۲۰ کسان برخمن شي.
د سرچینې په وینا، یادې پیسې به د شیدو غواګانو پر وېش، د کوچنیو کاروبارونو او کاري بوختیاوو د ملاتړ لپاره د کرنیزو کڅوړو پر وېش، د مشارکتي پروګرامونو پر پلي کولو او د څارنې پر فعالیتونو ولګول شي.
د کډوالو وزارت ویلي چې د دغو هوکړهلیکونو لاسلیک به په بېلابېلو ولایتونو کې له راستنو شوو او اړمنو کورنیو سره د مرستې په موخه د نورو پروګرامونو پلي کولو ته زمینه برابره کړي.











