کابل (پژواک) – د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې د روانې اکتوبر میاشتې له ۱۱مې تر ۱۷مې نېټې پورې په پاکستان کې ۵۱۷ افغانان نیول شوي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په ګډ راپور کې راغلي چې دغه شمېر افغانان په بلوچستان، سند او خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي دي.
راپور زیاتوي چې د اکتوبر له ۱۱مې تر ۱۷مې نېټې پورې په ټولیز ډول ۵۱۷ افغانان نیول شوي دي، چې د تېرې اونۍ (د اکتوبر له ۴مې تر ۱۰مې) په پرتله ۴۷ سلنه کموالی ښيي.
یادو سازمانونو په خپل راپور کې ویلي: «د راپور ورکولو په موده کې، د ټولو ثبت شویو نیونو او توقیفونو شاوخوا ۵۶ سلنه په بلوچستان، ۳۴ سلنه په پنجاب او ۱۰ سلنه په خیبر پښتونخوا کې ثبت شوي دي.»
راپور کې همدارنګه راغلي چې د روان کال له جنورۍ څخه د اکتوبر تر ۱۷مې پورې د پاکستاني پولیسو له لوري د افغانانو د نیولو تر ټولو ډېرې پېښې (۴۷ زره او ۹۹۸) په بلوچستان کې، ۱۶ زره او ۶۰۷ په خیبر پښتونخوا کې او ۹ زره او ۳۸۴ پېښې په سند ایالت کې ثبت شوې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان د راپور له مخې، د اکتوبر له ۱۱مې تر ۱۷مې پورې ۳ زره او ۸۸۳ افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي چې له ډلې یې ۴۹۹ افغانان په زور ایستل شوي دي.
راپور کې همدارنګه راغلي چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر ۱۷مې پورې په ټولیز ډول ۲ میلیونه او ۷۴۴ زره او ۶۸ افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.