کابل (پژواک) – د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي چې په تېرو دوو ورځو کې ۲۱۱ کورنۍ، چې ۹۶۱ کسان کېږي، له بېلابېلو لارو په جبري توګه هېواد ته راستانه شوې دي.
د دغه کمېسیون په ورځني راپور کې راغلي چې یادې کورنۍ د پنجشنبې او چهارشنبې په ورځو د تورخم، سپینبولدک، ورېښمو پله او اسلامکلا له لارو هېواد ته راستنې شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې موده کې ۶۱ کورنۍ، چې ۳۳۵ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۱۱۴ کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.
سرچینې زیاته کړې چې په دغو دوو ورځو کې ۴۴۷ سیمکارتونه وېشل شوي او راستنو شوو کډوالو ته زرګونه وخته خواړه هم برابر شوي دي.
همدارنګه، په دې موده کې یو شمېر کډوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي او په ټولیزه توګه په کابل، تورخم او اسلامکلا کې د ۲۹ ناروغانو درملنه شوې ده.











