منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۳ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

کډوال

۱،۷۸۸ راپورونه

راپورونه

د بشري حقونو د څار سازمان له فرانسې غوښتي چې افغان کډوال دې په زور افغانستان ته نه لېږي

د بشري حقونو څار سازمان د فرانسې له حکومته غوښتي چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي او په دې بهیر کې د هغوی د بشري حقونو وضعیت او د ژوند شرایط په پام کې ونیسي.

قرغیزستان د افغان او افریقايي کډوالو د منلو په اړه د اروپايي ټولنې وړاندیز رد کړ

د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، اروپايي ټولنې دغه هېواد ته وړاندیز کړی چې په اروپايي هېوادونو کې د قرغیزستان ماهرو کارګرو ته د کاري فرصتونو برابرولو په بدل کې افغان او افریقايي کډوال…

ملګري ملتونه: روان کال له ۵۸۱ زره ډېر افغانان له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي چې د روان میلادي کال له پیله د اکټوبر تر درېیمې نېټې له ۵۸۱ زره ډېر افغان کډوال له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي چې له دې ډلې څه باندې ۴۹۲ زره کسان په زور ایستل شوي دي.

فرانسې تاييد کړې چې له ا.ا سره يې د یو شمېر افغانانو ایستلو په اړه تخنیکي خبرې پیل کړې دي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې دغه هېواد د یو شمېر هغو افغانانو د ایستلو د بهیر اسانه کولو په موخه له اسلامي امارت سره تخنیکي خبرې پیل کړې چې په غیرقانوني ډول په فرانسه کې اوسېږي او د دغه هېواد د چارواکو له نظره ملي امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي.

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۴۸ کورنۍ راستنې شوې دي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۴۸ کورنۍ چې ۶۷۱ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغه‌راز، ۸۹ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۱۰۰ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي.

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۵۰ کورنۍ راستنې شوې دي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۵۰ کورنۍ چې ۱۰۸۳ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې، ۹۹ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۱۰۴کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي.

جمال: اکټوبر کې د یوې نړۍوالۍ غونډې څنډه کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کېږي

د کډوالو په چارو کې د م.م عالي کمېشنر وایي، له ایران سره د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه په کابل کې پر درې‌اړخیزې ناستې سلا شوې او ټاکل شوې په اکټوبر کې په سویس کې هم د یوې نړۍوالې غونډې څنډه کې د افغان کډوالو د ستونزو او جبري ایستنې په اړه خبرې وشي.

نور راپورونه