منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۸ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۴۰۶ افغانان هېواد ته راستانه شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱ کتنې

کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۴۰۶ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

د ګډوالو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو کسانو له ډلې ۲۶۶ کسان د تورخم او ۱۴۰ نور د سپین‌بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې یاد شمېر افغانانو په پاکستان کې د بند مختلفې مودې تېرې کړې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لیکلي چې خوشي شوي کسان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.