کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۵): د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې دغه هېواد د یو شمېر هغو افغانانو د ایستلو د بهیر اسانه کولو په موخه له اسلامي امارت سره تخنیکي خبرې پیل کړې چې په غیرقانوني ډول په فرانسه کې اوسېږي او د دغه هېواد د چارواکو له نظره ملي امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د هغې خبري ناستې د متن له مخې چې د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۱۶مه) د دغه وزارت پر رسمي وېبپاڼه خپور شوی، د یاد وزارت ویاند د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې، چې له طالبانو سره د خبرو د پیل په اړه د فرانسې خبري اژانس د راپور په تړاو یې کړې وه، دغه موضوع تایید کړې ده.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي: «دا موضوع تاییدوم؛ دغه اقدام تر هر څه وړاندې د فرانسې د وګړو د امنیت د ټینګښت لپاره دی.»
هغه زیاته کړې چې دغه خبرې، د ځینو نورو اروپایي هېوادونو د اقداماتو په څېر، بشپړ تخنیکي بڼه لري او موخه یې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو اسانه کول دي چې په غیرقانوني ډول د فرانسې په خاوره کې اوسېږي او د دغه هېواد د چارواکو له نظره ملي امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي.
د نوموړي په خبره، هغه کسان چې د ایستلو پلان یې شته، هغه کسان دي چې فرانسوي چارواکي یې خطرناک بولي.
د دغه وزارت ویاند د هغو کسانو د شمېر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ښایي له فرانسې وایستل شي، ویلي چې د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په دې اړه معلومات لري.
هغه دغه راز ټینګار کړی چې په دې اقدام کې پناهغوښتونکي او ښځې نه شاملېږي، بلکې موخه یې د هغو کسانو بېرته ستنول دي چې د فرانسوي چارواکو له نظره د دغه هېواد امنیت ته خطرناک ګڼل کېږي.
په همدې حال کې، د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت له ویاند څخه پوښتل شوي چې ایا دغه هېواد د جرمني په څېر د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د اسانه کولو لپاره په فرانسه کې د اسلامي امارت د استازو د منلو هوډ لري او ایا دغه اقدام د اروپایي ټولنې د یوه ګډ پروګرام په چوکاټ کې ترسره کېږي که نه؟
د دغه وزارت ویاند په ځواب کې ویلي چې اوسمهال داسې کوم اقدام په پلان کې نشته او خبرې لا هم په تخنیکي کچه او د یادو کسانو د ایستلو د بهیر د اسانه کولو په مشخص هدف روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې خبري اژانس (AFP) د چهارشنبې په ورځ، د تلې په ۱۵مه، د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې فرانسې د یو شمېر افغان وګړو د ایستلو د بهیر د اسانه کولو لپاره د افغانستان له اسلامي امارت سره تخنیکي خبرې پیل کړې دي؛ هغه کسان چې په غیرقانوني ډول په دغه هېواد کې اوسېږي او د فرانسوي چارواکو له نظره د دغه هېواد ملي امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي.