د فرانسې په سوېللوېدیځ کې اورلګېدنه؛ له ۱۰ زره ډېر کسان له سیمو وایستل شول
فرانسوي چارواکي وایي، د دغه هېواد په سوېللوېدیځ کې د ځنګله د اور چټک خپرېدو له امله، له ۱۰ زره ډېر کسان له ګواښ سره مخ سیمو ایستل شوي دي؛ دغه اور شاوخوا دوه زره هکټاره ځمکه سوځولې او ۵۰۰ اوروژونکي یې د مهارولو هڅه کوي.















