کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د برېتانیا او فرانسې مشرانو د اوکراین د خپلواکۍ د ۳۵مې کالیزې په مناسبت له کيیف سره د لا ډېرو پوځي مرستو ژمنه کړې ده.
رویټرز راپور ورکړی چې د برېتانیا لومړي وزیر انډي برنهام د خپلې دندې له پیل وروسته په خپل لومړني بهرني سفر کې پرون (دوشنبه) د اوکراین پلازمېنې کيیف ته تللی دی.
هغه د «لېوالتیاوالو ایتلاف» غونډه کې ویلي چې متحدین باید د روسیې د هوايي بریدونو پر وړاندې د اوکراین د دفاع د پیاوړتیا لپاره هر هغه څه وکړي چې په توان کې یې وي.
هغه زیاته کړې چې اوکراین ته به د برېتانیا محرمو ټکنالوجیو ته د لاسرسي اجازه ورکړي، څو کيیف وکولای شي په کور دننه د «سټورم شېډو» لرې واټن ویشتونکو کروز توغندیو تولید پیل کړي.
په همدې حال کې، کرملین د لندن د دغه اقدام په غبرګون کې ویلي چې د برېتانیا له محرمو ټکنالوجیو استفاده به د «د دواړو هېوادونو د اړیکو خرابېدو او د کړکېچ زیاتېدو» لامل شي.
د راپور له مخې، دغه توغندي د روسیې د خاورې په ژورو برخو کې د برید کولو وړتیا لري او فرانسې هم مخکې د دې ټکنالوجۍ د کارولو له جواز سره موافقه کړې وه.
بلخوا، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي په همدې غونډه کې ویلي چې هېواد یې سوله غواړي، خو تسلیمېدو ته چمتو نه دی.
هغه زیاته کړې چې اوکراین د ژمي تېرولو لپاره لږ تر لږه ۳۰۰ «پېټریوټ» توغندیو ته اړتیا لري او له خپلو متحدینو یې غوښتي چې د روسیې د انرژۍ پر زېربناوو د بریدونو له بیا پیل مخکې، د هوايي دفاع نور تجهیزات برابر کړي.
زلېنسکي دغهراز ویلي چې د اوکراین د روان کال پوځي هڅې په دفاعي بودجه کې له ۲۷ میلیارد ډالرو کسر سره مخ دي او له متحدینو یې د لا زیاتو مالي مرستو غوښتنه کړې ده.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون، چې د ویډیو له لارې یې د یاد ایتلاف په غونډه کې ګډون کړی و، ویلي چې پر اوکرایني ښارونو د روسیې وروستي بریدونه ښيي چې متحدین باید د هوايي دفاع توغندیو د لېږد بهیر چټک کړي.
مکرون ټینګار کړی چې فرانسه به هم په دې برخه کې خپله ونډه ادا کړي.
د یادونې ده، اوکراین خپله د خپلواکۍ ۳۵مه کالیزه له روسیې سره د روانې جګړې په درشل کې ونمانځله.