کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام سیالیو نیمهپایلوبه کې اسپانیا فرانسې ته ماته ورکړه او په دې سره یې پایلوبې ته لار پیدا کړه.
د راپورونو له مخې، د یاد جام د نیمهپایلوبې لومړۍ لوبه د اسپانیا او فرانسې فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ تېره شپه د امریکا متحده ایالتونو په دالاس لوبغالي کې ترسره شوه.
په یاده لوبه کې د اسپانیا لوبډلې ۲ پر صفر فرانسې ته ماته ورکړه او د دغو سیالیو پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.
په دې لوبه کې د اسپانیا لوبډلې لپاره لومړی ګول د لوبې په ۲۲مه دقیقه کې مایکل اویارزابال د پنالټې له لارې ترلاسه کړ او د اسپانیا بل لوبغاړي پیډرو پورو د لوبې په ۵۸مه دقیقه کې دویم ګول وکړ.
د یادونې ده، د ۲۰۲۶ نړۍوال جام د نیمهپایلوبې دویمه لوبه به نن (چهارشنبه) د ارجنټاین او انګلیستان لوبډلو ترمنځ ترسره شي.