ژبه

جیبوټي کې د کډوالو یوې کښتۍ ډوبېدل؛ لږ تر لږه ۱۳۹ کسان مړه شوي

احمد صهیب حسرت

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۰۹:۳۳

Views: ۲

کابل (پژواک، ۲۰ میزان ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، د جیبوټي په ساحل کې د څه باندې ۳۰۰ کډوالو لېږدوونکې یوې کښتۍ ډوبېدو له امله د ۱۵ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳۹ کسان مړه شوي او شاوخوا ۸۴ نور نادرکه دي.

د رویټرز د راپور له مخې، دا پېښه د اکټوبر په اتمه او نهمې شپې پر مهال د جیبوټي د بندري ښار اوبوک شمال ته، ګوهیره سیمې ته نږدې شوې ده.

د کډوالۍ د نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، په کښتۍ کې ۳۰۵ کسان سپاره وو چې غوښتل یې له جیبوټي یمن ته ولاړ شي او وروسته د غوره کاري فرصتونو موندلو لپاره د خلیج شتمنو هېوادونو ته سفر وکړي.

دغه سازمان ویلي، په پېښه کې شاوخوا ۸۲ کسان ژغورل شوي، خو د نادرکه کسانو د موندلو لپاره د لټون عملیات لا هم روان دي.

په جیبوټي کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان د دفتر مشر الکساندر کواساک ویلي، د دغه سازمان د مرستندویو ډلو غړي له سیمه‌ییزو چارواکو سره یوځای د پېښې په ځای کې د ژغورل شوو کسانو د مرستې لپاره حضور لري.

هغه زیاته کړې، دا پېښه یو ځل بیا له افریقا ښکر څخه یمن ته د کډوالۍ د لارې جدي خطرونه څرګندوي؛ هغه لاره چې کډوال یې د غوره اقتصادي فرصتونو په هیله وهي.

د دغه سازمان په خبره، د جیبوټي چارواکو د لټون او ژغورنې عملیاتو ترڅنګ، ژغورل شوو کسانو ته روغتیايي خدمتونه برابر کړي او د مړو د خښولو لپاره یې هم لازم تدابیر نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په یمن کې د جګړو له زیاتېدو سره سره، ګڼ شمېر کډوال، په ځانګړي ډول د ایتوپیا وګړي، لا هم د خلیج هېوادونو ته د رسېدو لپاره د جیبوټي او یمن ترمنځ له خطرناکې سمندري لارې تېرېږي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د «ختیځې لارې» په نوم مسیر کې تر ۹۰۰ ډېر کډوال مړه یا نادرکه شوي دي.

دغه لاره د سمندر له لارې د ډوبېدو د خطر ترڅنګ، کډوال د انسانانو د قاچاق او خپل‌سرو نیونو له ګواښونو سره هم مخ کوي.