جیبوټي کې د کډوالو یوې کښتۍ ډوبېدل؛ لږ تر لږه ۱۳۹ کسان مړه شوي
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، د جیبوټي په ساحل کې د څه باندې ۳۰۰ کډوالو لېږدوونکې یوې کښتۍ ډوبېدو له امله د ۱۵ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳۹ کسان مړه شوي او شاوخوا ۸۴ نور نادرکه دي.


