منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:41 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
کډوال

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۳۶۲ افغانان هېواد ته راستانه شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۳۶۲ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

· 1 دقیقه لوستل · 35 کتنې

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۳۶۲ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

د ګډوالو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو کسانو له ډلې ۳۰۵ کسان د تورخم او ۵۷ نور د سپین‌بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې یاد شمېر افغانانو په پاکستان کې د بند مختلفې مودې تېرې کړې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لیکلي چې خوشي شوي کسان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.