کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۶۰۴ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
د ګډوالو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو کسانو له ډلې ۵۱۹ کسان د تورخم او ۸۵ نور د سپینبولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې یاد شمېر افغانانو په پاکستان کې د بند مختلفې مودې تېرې کړې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لیکلي چې خوشي شوي کسان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.