ژبه

ایران د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د خبرو اترو د اسانتیا لپاره چمتووالی وښود

سهراب سروري

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۰:۵۴

Views: ۷

کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ایران بهرنیو چارو وزیر له خپل سعودي سیال سره په ټیلېفوني خبرو کې ویلي چې تهران چمتو دی د سعودي عربستان او د یمن حوثیانو ترمنځ د خبرو اترو د اسانتیا لپاره هر ډول اړینه همکاري وکړي.

رویټرز نن (دوشنبه) په یوه راپور کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سیدعباس عراقچي او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر فیصل بن فرحان ترمنځ له ټیلېفوني خبرو خبر ورکړی دی.

په راپور کې راغلي چې دواړو لورو په سیمه کې د وروستیو نښتو او کړکېچ کمولو لپاره د هڅو په اړه خبرې کړې دي.

رویټرز د عراقچي د ټیلیګرام حساب په حواله لیکلي چې تهران چمتو دی د سعودي عربستان او د یمن د حوثیانو ترمنځ د خبرو اترو د اسانتیا لپاره هر ډول اړینه همکاري وکړي.

ورته مهال، ایرنا خبري اژانس هم ویلي چې د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلېفوني خبرې کړې دي.

د دغه راپور له مخې، عراقچي ټینګار کړی چې په یمن کې پر پوځي تګلارې ټینګار او سیاسي حل‌لارې ته نه پاملرنه به روان وضعیت لا پېچلی کړي.

د راپور له مخې، نوموړي زیاته کړې: «د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی چې د سعودي عربستان او یمن ترمنځ د خبرو اترو د پیل او سیاسي حل‌لارې ته د رسېدو لپاره هر ډول مرسته وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو ورځو کې د ریاض پر هوايي ډګر د حوثیانو په دوو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او له ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.