ژبه

قالیباف: تر هغه چې د ایران اووه شرطونه تحقق ونه مومي، هرمز تنګی نه پرانیستل کېږي

سهراب سروری

۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴:۴۴

Views: ۵

کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۵): د ایران د پارلمان مشر وايي، تر هغه چې د اسلام‌اباد هوکړه‌‌لیک پر بنسټ د ایران اووه شرطونه تحقق ونه مومي، هرمز تنګی به تړلی پاتې وي او ایران خپله ملي امنیتي تګلاره د «امریکايي چارواکو پر ټویټونو» نه تنظیموي.

د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي تېره دوشنبې ویلي وو چې د تهران اووه ماده‌ییز پلان د قطري چارواکو له لارې امریکايي چارواکو ته رسول شوی او د واشنګټن د ځواب په تمه دي.

له دې وروسته، الجزیرې د ایران د حکومت د ویاند له قوله راپور ورکړی و چې تهران هم د امریکا له لوري یو وړاندیز ترلاسه کړی، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه وو ورکړي.

په همدې حال کې، د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران پارلمان رییس محمدباقر قالیباف نن (یکشنبه) د مجلس په علني غونډه کې ویلي چې د تهران دریځ په بشپړه توګه روښانه او پرېکنده دی.

د نوموړي په وینا، تر هغه چې د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک پر بنسټ د ایران اووه شرطونه پوره نه شي، هرمز تنګی نه پرانیزي.

هغه زیاته کړې: «… د ایران اسلامي جمهوري داسې هېواد نه ده چې خپله ستره تګلاره او ملي امنیت د امریکايي چارواکو د ټویټونو یا ورځنیو مرکو پر بنسټ تنظیم کړي؛ موږ د دښمن واقعي چلند او کړنې د خپل عمل بنسټ ګرځوو، نه په رسنیو کې تبلیغاتي خبرې او دروغجنې دوه‌ګونې جوړونې.»

د یادونې ده، ایران د «اووه ورځني پلان» په نوم یوه طرحه د قطري منځګړو له لارې امریکا ته وړاندې کړې وه؛ په دې طرحه کې په ایران او لبنان کې د نښتو پای ته رسول، د ایران د کنګلو میلیاردونو ډالرو ازادول، پر تېلو د بندیزونو لغوه کول او د ایران د بندرونو د سمندري محاصرې پای ته رسول شامل وو. په بدل کې به تهران هرمز تنګی پرانیست او د دواړو لورو ترمنځ به خبرې، د ایران د اټومي پروګرام په ګډون، بېرته پیلېدې.