کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۵۰ کورنۍ چې ۱۰۸۳ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې، ۹۹ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۱۰۴کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۹۱ کورنۍ چې ۴۷۶ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۴۶ کورنۍ چې ۲۴۹ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې ۲۶۵ زره او ۹۱۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۷۶ کورنیو سره په ټولیز ډول ۶۰۶ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.
د راپور له مخې، د کندهار د سپینبولدک له لارې هم ۱۷ کورنۍ چې ۹۷ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې له دې ډلې ۱۶ کورنۍ چې ۹۴ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې ۱۳۶ زره او ۸۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
په راپور کې راغلي چې په سپینبولدک کې له ۱۷کورنیو سره په ټولیز ډول ۱۵۰ زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.
د راپور له مخې، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۲۹ کورنۍ چې ۴۸۱ کسان کېږي، هېواد ته راستې شوې او همدارنګه ۱۰۶۸مسافر هم راستانه شوي دي.
دغهراز د سرچینې د معلوماتو له مخې، د هرات د اسلامکلا بندر له لارې هم ۱۳ کورنۍ چې ۲۹ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي او په ټولیز ډول له ۱۳ کورنیو سره ۸۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
دغهراز، د انتقال او ترانسپورټ کمېټې په کابل کې ۳۷ کورنۍ چې ۱۷۲ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې او هغوی ته یې ۱۴۱ زره او ۳۵۰ افغانۍ د ترانسپورټ کرایه هم ورکړې ده.
سرچینه زیاتوي چې په ټوله کې ۲۵۰ کورنۍ چې ۱۰۸۳ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي، ۹۹ کورنۍ چې ۵۱۵ کسان کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي، له ۱۰۴ کورنیو سره مرستې شوې او د مخابراتي شبکو ۱۱۲سیمکارتونه وېشل شوي دي.