کابل (پژواک، ۱۱ وږي ۱۴۰۵): د پیرو حکومت د ایران پر ځینو سیاستونو له نیوکو کړي، وایي له تهران سره یې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي، خو قونسلي اړیکې به یې دوام ولري؛ تهران تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې د ایران د سیاستونو په اړه مطرح شوې ادعاوې رد کړې دي.
د پیرو رسمي خبري اژانس «اندینا» نن د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې دا پرېکړه د هغه څه پر بنسټ شوې چې «سولې ته د پیرو تاریخي ژمنتیا، نړیوالو قوانینو ته درناوی او د ډیموکراسۍ دفاع» بلل شوي دي.
د پیرو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ډیپلوماتیکو اړیکو پرې کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د قونسلي اړیکو د پای ته رسېدو په معنا نه دي او قونسلي خدمتونه به د ۱۹۶۳ کال د ویانا کنوانسیون له مخې دوام ولري.
د دغه وزارت په وینا، یاده پرېکړه د یوه ډیپلوماتیک یادښت له لارې په اکوادور کې د ایران سفارت ته سپارل شوې چې په ورته وخت کې د پیرو لپاره هم د ایران ډیپلوماتیک ماموریت پر غاړه لري، او له همدې لارې تهران ته رسول شوې ده.
د پیرو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې دا هېواد د منځني ختیځ وضعیت او پر نړیوالې سولې او امنیت یې د اغېزو په اړه اندېښنه لري.
دغه وزارت د ایران کورني وضعیت ته په اشارې ادعا کړې چې پر سولهییزو اعتراضونو او د مطبوعاتو پر ازادۍ محدودیتونه، د ښځو او نجونو وضعیت او له سیاسي مخالفینو سره چلند هغه موارد دي چې لیما یې په اړه اندېښنه لري.
د پیرو حکومت دغه راز ویلي چې د روان میلادي کال له مارچ میاشتې راهیسې د هرمز تنګي له لارې په نړیوالې سوداګرۍ کې د ګډوډۍ له امله اندېښمن دی او خبرداری یې ورکړی چې د دغه وضعیت دوام د انرژۍ پر بیو او نړیوالو اکمالاتي ځنځیرونو اغېز کولای شي.
په اعلامیه کې دغه راز ادعا شوې چې ایران په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو کې رول لرلی او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د فعالیتونو پر وړاندې یې محدودیتونه رامنځته کړي دي.
ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې مخکې ویلي چې په دغه هېواد کې اعتراضونه په پیل کې سولهییز وو، خو بهرنۍ لاسوهنې د تاوتریخوالي د پراخېدو لامل شوې. هغوی دغه راز په هرمز تنګي کې ناامني د امریکا او اسرائیل د بریدونو پایله بللې او ویلي یې دي چې تهران د اټومي انرژۍ له نړیوال اژانس سره همکاري کړې ده.