کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا د کانګرېس د بودجې دفتر وايي چې له ایران سره د دغه هېواد د شپږمیاشتنۍ جګړې لګښت ۳۸ میلیارد ډالرو ته رسېدلی او ښايي دغه رقم هره میاشت درې میلیارده ډالر زیات شي.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د کانګرېس د بودجې دفتر دغه محاسبه پرون (سېشنبه) خپره کړې او په راپور کې د جګړې هغه لګښتونه شامل دي چې د اګسټ تر لومړۍ نېټې پورې شوي دي.
په راپور کې راغلي چې له ایران سره جګړه ښايي د ۲۰۲۷ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د امریکا د انفلاسیون کچه ۰.۵ سلنه لوړه کړي.
د کانګرېس د بودجې دفتر زیاته کړې چې په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو د وروستیو بریدونو او په سیمه کې پر امریکايي پوځي اډو د بریدونو لګښتونه په یادو ۳۸ میلیارد ډالرو کې شامل نه دي.
د راپور له مخې، د جګړې د تمویل لپاره د پور اخیستو اړوند لګښتونه هم په دغو محاسباتو کې نه دي شامل شوي چې ښايي د جګړې ټول لګښت لسګونه میلیارد ډالر نور هم زیات کړي.
د بودجې دفتر ویلي چې د جګړې ډېره برخه لګښتونه د مهماتو د چټک مصرف له امله رامنځته شوي او د امریکا د مهماتو د زېرمو بېرته بشپړول ښايي پنځه کاله وخت ونیسي.
دغه دفتر زیاته کړې چې د امریکا دفاع وزارت د دغه راپور چمتو کولو پر مهال د کانګرېس له مالي پلټونکو سره همکاري نه ده کړې.
خو د سپینې ماڼۍ ویاندې انا کلي ویلي چې د امریکا پوځ «تر اړتیا ډېر» مهمات او زېرمې لري.
د پنټاګون لوړپوړي ویاند شان پارنېل هم د مهماتو د کمښت په اړه راپور رد کړی دی.