کابل (پژواک) – پاکستان ترکمنستان ته له کاسا–۱۰۰۰ پروژې سره د یوځای کېدو بلنه ورکړې او دواړو هېوادونو د افغانستان له لارې د برېښنا د لېږد، د سیمهییزو برېښنا شبکو د نښلولو او د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
اکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې نن د پاکستان د انرژۍ وزارت د برېښنا څانګې د خبرپاڼې له مخې راپور ورکړی چې د دغه هېواد د برېښنا وزیر اویس احمد خان لغاري پرون په اسلاماباد کې د ترکمنستان د انرژۍ له وزیر اناګلدي ساپاروف سره لیدلي دي.
لغاري په دې لیدنه کې ترکمنستان ته له کاسا–۱۰۰۰ پروژې سره د یوځای کېدو بلنه ورکړې او ویلي یې دي چې پاکستان تاجکستان او قرغیزستان هم هڅولي، څو ازبکستان او ترکمنستان ته د دې پروژې د لېږد مزي د غځولو امکان وڅېړي.
کاسا–۱۰۰۰ د تاجکستان، قرغیزستان، افغانستان او پاکستان ګډه پروژه ده چې تر ډېره د اوړي په میاشتو کې د منځنۍ اسیا اضافي برېښنا سوېلي اسیا ته لېږدوي. دغه پروژه د ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد لپاره طرحه شوې چې ۳۰۰ مېګاواټه یې افغانستان او زر مېګاواټه یې پاکستان ته ځانګړې شوې ده.
د راپور له مخې، نړیوال بانک د ۲۰۲۶ کال د جنوري په ارزونه کې ویلي چې په پاکستان، قرغیزستان او تاجکستان کې د پروژې د زېربناوو د جوړولو ډېری چارې بشپړې شوې، خو په افغانستان کې یې د پاتې برخې بشپړېدل د پروژې د عملي کېدو لپاره مهم دي. په افغانستان کې د دې پروژې ساختماني چارې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې بېرته پیل شوې وې.
د افغانستان برېښنا شرکت د روان کال د تلې په ۲۰مه ویلي وو چې په افغانستان کې د کاسا–۱۰۰۰ پروژې چارې ۷۰ سلنه مخته تللي او د ۱۴۰۶ لمریز کال تر پایه یې د بشپړېدو تمه کېږي.
د رابور له مخې لغاري د کاسا–۱۰۰۰ له لارې د برېښنا د لېږد د دوهاړخیز کېدو وړاندیز هم کړی، څو ګډونوال هېوادونه د اړتیا پر مهال یو بل ته برېښنا ولېږدوي. د هغه په وینا، دا کار به د پروژې اقتصادي او مالي پایښت پیاوړی کړي.
په راپور کې راغلي چې په یاده لیدنه کې د ترکمنستان–افغانستان–پاکستان د برېښنا د لېږد «ټاپ» پروژې پر پرمختګ هم خبرې شوې دي. لغاري ویلي چې د دې پروژې د مخته وړلو لپاره اوو بنسټیزو تخنیکي معلوماتي ټولګو ته اړتیا ده چې پاکستان یې درې برابرې کړې او ترکمنستان هم باید د اړینو معلوماتو شریکول چټک کړي.
د ترکمنستان د انرژۍ وزیر د ټاپ پروژې د بشپړولو پر ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېواد یې تر افغانستان پورې د برېښنا د لېږد مزی غځولی دی.
د ده په وینا، له افغانستانه د پاکستان تر کوټې پورې د ۱۱۵۰ کیلومتره اوږدې، ۵۰۰ کیلوولټه او د ۱۲۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد ظرفیت لرونکې پروژې پاتې پړاوونه او د عملي کېدو د امکان ارزونه به د تخنیکي کاري ډلې له لارې تعقیب شي.
دواړو لورو هوکړه کړې چې د تخنیکي ستونزو د حل، د امکانسنجونې د بشپړولو او د پروژې د عملي کېدو لپاره به د خپلو اړوندو مسوولینو ترمنځ منظمې انلاین او حضوري اړیکې ساتي.
د پاکستان د برېښنا وزیر دا وړاندیز هم کړی چې ایران او ترکمنستان دې د ایران د برېښنا شبکې له لارې ګوادر ته د برېښنا د لېږد ظرفیت د لوړولو امکان وڅېړي. هغه ویلي چې په ګوادر کې د صنعتي او سوداګریزو فعالیتونو پراختیا به برېښنا ته اړتیا زیاته کړي.










