کابل (پژواک) ـ د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ په اوو ولایتونو کې د لمریزې برېښنا دستګاوو، سبسټېشنونو جوړولو او د برېښنا مزو غځولو اړوند د شاوخوا ۱۰۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د لسو پروژو هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
د افغانستان برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې دغه پروژې به کابل، بلخ، سمنګان، غزني، پروان، کندوز او هلمند ولایتونو کې پلي کېږي.
سرچینه زیاتوي چې په دغو پروژو کې په پروان ولایت کې د باریکآب ۴۰ مېګاواټه، په بلخ ولایت کې د ۳۰ مېګاواټه او په کندز ولایت کې د عسقلان ۲۰ مېګاواټه او په هلمند ولایت کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید پروژې شاملي دي.
دغه راز د یاد شرکت د معلوماتو له مخې، په بلخ کې د حیرتان ۲۲۰ کیلوولټ سبسټېشن جوړولو، د نائبآباد څخه تر صنعتي پارکونو پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو او د مزارشریف په سبسټېشن کې د ۵۰ مېګاولټامپیر ټرانسفارمر نصبولو، په سمنګان کې د خلم په سبسټېشن کې د ۴۰ مېګاولټامپیر ټرانسفارمر نصبولو، په غزني کې د ۱۲۶ مېګاولټامپیر ظرفیت لرونکي ۱۱۰/۲۰ کیلوولټ سبسټېشن او په نغلو کې د ۱۵۰ مېګاولټامپیر ظرفیت لرونکي ۲۲۰/۲۰ کیلوولټ سبسټېشن جوړولو پروژې شاملی دي.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار په دې تړاو جوړولو شوو مراسمو کې وویل چې نن د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د برېښنا په برخه کې د لسو مهمو پروژو هوکړهلیک لاسلیک شول.
هغه زیاته کړه چې په دې پروژو کې د ۱۰۰ میګاواټه په ظرفیت د لمریزې برېښنا څلور پروژې د ۶۵ میلیونه ډالرو په ارزښت او شپږ پروژې د سبسټېشنونو جوړولو او د برېښنا مزو غځولو د شاوخوا ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت شاملې دي.
دی وایي، د دغو پروژو لاسلیک د برېښنا په برخه کې یو ښه اقدام او د افغانستان د برېښنا سکتور د ودې او ځان بسیاینې په برخه کې یو بل مهم ګام دی.
هغه زیاته کړه چې دغه غونډه د یو شمېر قراردادونو لاسلیک نه دی، بلکې د افغانستان د اقتصادي ودې د زیربناوو د پیاوړتیا، د پانګونې د پراختیا او د انرژۍ په برخه کې د یوه روښانه راتلونکې اقدام دی.
په دې غونډه کې، د اسلامي امارت د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم د دغو پروژو لاسلیک د انرژۍ په برخه کې د افغانستان لپاره ستر ګام وباله.
هغه زیاته کړه، د اوبو بندونو د جوړولو او د برق د تولید په برخه کې هم د حکومتي ادارو او هم د خصوصي سکټور له لوري هڅې او فعالیتونه په دوامداره توګه روان دي.
حنفي وویل چې په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې ښه فرصتونه شته دي. هغه له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
د افغانستان برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، یادې پروژې به له ۱۸ څخه تر ۲۰ میاشتو موده کې بشپړې شي.
د امارتي شرکتونو رئیس، مولوي احمدجان بلال هم وویل چې اقتصادي خپلواکي، د صنعت پرمختګ او د ولس سوکالي په مستقیم ډول د انرژۍ له سکټور سره تړلې ده.
هغه زیاته کړه: «تر هغه چې په کور دننه موږ د برېښنا کافي سرچینې ونه لرو او د وارداتي برېښنا له احتیاج څخه خلاص نه شو، تر هغې زموږ فابریکې، صنعتي پارکونه او کرنیز سکټور نه شي کولای په بشپړ ډول وده وکړي، موږ نن د داسې یو تاریخي او برخلیک ټاکونکي ګام شاهدان یو چې افغانستان د انرژي له وارېدوونکي هېواد څخه، پر ځان بسیا هېواد باندې بدلوي.»
بلال دغه راز وویل، افغانستان د لمریزې انرژۍ لپاره خورا غوره اقلیمي شرایط لري او له دغې طبیعي سرچینې څخه استفاده کول، له اقتصادي اړخه ارزانه او د چاپېریال ساتنې لپاره غوره دي.










