منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

کورنیو چارو وزارت: څوک نه شي کولای د کور د ساتنې لپاره جوازلرونکې وسله نورو برخو کې وکاروي

· ۱ دقیقه لوستل

کابل (پژواک) – د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، هغه کسان چې د خپلو کورونو د ساتنې په موخه یې د وسلې ګرځولو جواز ترلاسه کړی، نه شي کولای دغه وسله په نورو برخو کې وکاروي.

د کورنیو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ځان، دوکان، سوداګریز ځای یا نورو موخو لپاره له یادې وسلې کار اخیستل د نافذه اصولو خلاف دي.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، که سرغړونه ثابته شي، وسله به له سرغړوونکي ضبط او د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې به قانوني چلند ورسره وشي.

دغه وزارت له ټولو هغو کسانو چې دغه ډول وسلې لري، غوښتي چې د وسلې کارولو ټاکلي اصول مراعات کړي او له سرغړونو ډډه وکړي.