منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۵ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

هلمند کې نږدې ۲۰ زره کیلوګرامه نشه‌يي او کیمیاوي توکي سوځول شوي

· ۱ دقیقه لوستل

لښکرګاه (پژواک) – د هلمند امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې نږدې ۲۰ زره کیلوګرامه نشه‌يي او کیمیاوي توکي – چې له پاکستانه راوړل شوي وو او په دې ولسوالۍ کې ساتل کېدل – سوځول شوي دي.

د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي نصیراحمد مهاجر د دوشنبې په ورځ پژواک ته وویل، دغه نشه‌يي توکي او کیمیاوي مواد د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د منسوبینو له لوري د بهرامچې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې راټول شوي وو.

هغه زیاته کړه چې په سوځول شوو توکو کې ۹۵۹ کیلوګرامه خام تریاک، ۴۳ کیلوګرامه پاخه تریاک، ۴۵ کیلوګرامه جوشي تریاک، ۴۵ کیلوګرامه چره، ۱۶۳ کیلوګرامه ښیښه، ۲۰ کیلوګرامه بیست، ۱۷ زره کیلوګرامه چرس، ۱۲۰ کیلوګرامه بېلابېل نشه‌يي مواد، د نشې ګولۍ او ۱۴۱۶ لېټره تیزاب شامل دي.

هغه زیاته کړه، دغه مواد له پاکستانه راقاچاق شوي وو او د بهرامچې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ساتل کېدل.

د هلمند د امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر ملا امان‌الله حاجي لالا هم ویلي چې د نشه‌يي توکو د قاچاق او ساتنې پر وړاندې مبارزه به په جدي ډول دوام ولري او هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې دغه ولایت ته نشه‌يي توکي راوړي یا یې وساتي.