زرنج (پژواک) – په نیمروز کې ځیني کسان چې کلونه مخکې یې ودونه کړي، لا هم د خپلو ودونو پورونه پرې کوي او یو شمېر کوژدن شوي ځوانان بیا د اقتصادي ستونزو له امله د ګډ ژوند د پیل په تمه دي. ټولنیز فعالان او کارپوهان وايي، د ودونو د مراسمو ساده کول او د ټولنیزو فشارونو کمول کولای شي د دغو دودونو اقتصادي زیانونه راکم کړي.
د واده د مراسمو لوړ لګښتونه په نیمروز کې یو شمېر کورنۍ او ځوانان له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي. یوه جوړه وايي، د واده له پنځو کلونو تېرېدو وروسته هم د خپلو مراسمو پورونه پرې کوي؛ دوه نور ځوانان بیا د واده د لګښتونو پر سر د اختلاف له امله له څلورو کلونو راهیسې د ګډ ژوند د پیل په تمه دي. یو شمېر نور ځوانان هم وايي چې د واده د لګښتونو برابرولو لپاره اړ شوي څو په یو وخت کې څو کارونه وکړي، له نورو مرسته وغواړي یا د کار لپاره بهر ته پر کډوالۍ فکر وکړي.
د مراسمو ساده کول او د غیرضروري لګښتونو کمول هغه موضوعات دي چې د اسلامي امارت د مشر په وروستي فرمان کې هم د ځینو ناسمو دودونو د مخنیوي په تړاو پرې ټینګار شوی دی.
د واده د پور پرې کولو لپاره پنځه کاله هڅې
سیداحمد او ذکیه، هغه جوړه چې پنځه کاله مخکې یې واده کړی، وايي چې د واده د مراسمو د ترسره کولو لپاره یې پور اخیستی و او لا هم د هغه د پرې کولو هڅه کوي.
سیداحمد پژواک ته وویل: «پنځه کاله مخکې زما پلار زموږ واده وکړ او اووه لکه افغانۍ پوروړی شو. پلار مې وفات شو او اوس موږ ښځه او مېړه اړ یو چې شپه او ورځ دوه درې کارونه په یو وخت کې وکړو، څو د خلکو پورونه پرې کړو. د خوراک، جامو او ژوند له لګښتونو مو کموو، خو بیا هم د خلکو پور نه خلاصېږي. ملا مو ماته شوه؛ کاش دا دودونه له منځه تللي وای.»
ذکیه وايي، په دوو ښوونځیو کې، چې یو یې خصوصي او بل دولتي دی، کار کوي او مېړه یې هم په یوه دولتي اداره کې دنده لري؛ خو د مازدیګر له څلورو بجو وروسته د تېلو پلورلو کار هم کوي.
د هغې په خبره، دوی هره میاشت د واده د پور د پرې کولو لپاره لس زره افغانۍ ځانګړې کوي او تر اوسه یې له دغه پور څخه درې لکه افغانۍ پرې کړې دي.
ذکیې زیاته کړه: «هغه وخت به زما خسر او خواښې ویل چې د فلاني او فلاني زوی واده په شان او شوکت شوی، زموږ د زوی واده هم باید تر هغوی کم نه وي؛ باید په لوکس تالار کې وشي؛ خو زموږ د راتلونکي ژوند په اړه یې فکر ونه کړ.»
په کوژده کې د واده په تمه تېر کلونه
د زرنج ښار دوه نور ځوانان، زینالله او ماري وايي چې څلور کاله کېږي کوژدن شوي، خو د واده مراسمو د لګښتونو له امله لا هم نه دي توانېدلي ګډ ژوند پیل کړي.
زینالله وايي، ماري چمتو ده چې په ساده نکاح او یوې کوچنۍ مېلمستیا سره د هغه کور ته ولاړه شي؛ خو د ده په خبره، د ماري کورنۍ ټینګار کوي چې واده دې د ښار په یوه مجلل تالار کې ترسره شي.
هغه وویل: «خواښې مې وايي چې زما لور خو کونډه نه ده؛ له نورو نجونو څه کمه ده چې بې له واده یې درکړم او خپل کور ته یې بوځې؟ موږ خپلوان لرو او خلک به زموږ په اړه بدې خبرې وکړي چې د فلاني لور ته مو ان د واده مراسم هم نه دي کړي؛ بیا به پېغورونه راکوي.»
زینالله وايي، د مراسمو د لګښتونو برابرولو لپاره له خپلو خپلوانو مرسته راټولوي او خپله هم د ابرېشم په سرحدي سیمه کې ریکشا چلوي.
هغه زیاته کړه چې تر اوسه یې د خپل کار له لارې دوه لکه افغانۍ د ولور لپاره برابرې کړې او د واده د لګښتونو لپاره یې له خلکو څخه یو لک او ۵۰ زره افغانۍ مرسته هم راټوله کړې ده؛ خو لا هم د مراسمو د نورو لګښتونو لپاره ډېرو پیسو ته اړتیا لري.
مجیب، یو بل ځوان چې پنځه کاله مخکې یې کوژده کړې، وايي چې د شیرینيخورۍ او واده د درنو لګښتونو له امله لا هم نه دی توانېدلی ګډ ژوند پیل کړي.
هغه وايي، د ناوې د کورنۍ غوښتنې یې له مالي وس څخه لوړې دي او هر څومره چې کار کوي، په سختۍ کولای شي د ژوند او درملنې لګښتونه برابر کړي. د ده په خبره، دې وضعیت پر کوژدنې یې هم فشار راوړی او هغې وړاندیز کړی چې په کور کې دې یوه کوچنۍ مېلمستیا جوړه او یوازې نږدې خپلوان دې راوبلل شي، څو ګډ ژوند پیل کړي؛ خو پلار یې له دې وړاندیز سره موافقه نه ده کړې.
مجیب زیاته کړه چې ان د خیریه واده د مراسمو وړاندیز یې هم کړی و او کوژدنې یې ورسره موافقه لرله؛ خو د نجلۍ کورنۍ دا وړاندیز نه دی منلی. هغه وویل، له پنځو کلونو انتظار وروسته یې اوس پرېکړه کړې چې د واده د لګښتونو برابرولو لپاره ایران ته ولاړ شي او هلته کار وکړي.
مجیب وویل: «لا مې د شیرینيخورۍ دوه لکه افغانۍ پور نه دی خلاص کړی چې اوس اړ یم د واده لپاره هم پور واخلم یا کډوال شم. که پنځه کاله نور هم کار وکړم، څو د واده لګښتونه برابر کړم، نو تر هغه وخته به مو ځواني تېره شي؛ د ژوند خوند به چېرته وي؟.»
د خلکو د خبرو فشار او د حیثیت ساتل
خو یو شمېر والدین وايي چې د واده او شېرینيخورۍ مراسم د خلکو پخواني دودونه دي او پرېښودل یې ښايي د نورو نیوکې راولاړې کړي.
اسدالله، د سارا پلار چې ټاکل شوې درې میاشتې وروسته د خپلې لور د واده مراسم ترسره کړي، وايي چې د لګښتونو او مېلمنو له شمېر سره د کمولو موافق دی؛ خو د خلکو د خبرو اندېښنه کورنۍ اړ باسي چې لوی مراسم ترسره کړي.
هغه وویل: «د واده مراسم، شیرینيخوري او د نکریزو شپه د افغانانو له پخوانیو دودونو څخه دي. که دا مراسم ترسره نه شي، خلک د کورنۍ په اړه خبرې کوي. موږ د لګښتونو او مېلمنو له کمولو سره موافق یو؛ خو که مراسم ساده ترسره کړو، خلک پېغورونه راکوي او وايي چې حتماً یې په لور کې کوم عیب و چې بې له واده یې د مېړه کور ته ولېږله.»
د هغه په خبره، کورنۍ له کلونو هڅو وروسته چې خپل اولادونه لویوي، احساس کوي چې باید داسې مراسم ترسره کړي چې د خپلوانو او خلکو له نظره د منلو وړ وي.
دا لیدلوری ښيي چې د اقتصادي وس ترڅنګ، ټولنیزې تمې او د نورو د قضاوت اندېښنه هم د مراسمو د څرنګوالي په اړه د کورنیو پر پرېکړو اغېز کوي.
د درنو لګښتونو په اړه دیني لیدلوری
په نیمروز کې دیني عالم مولوي رحمتالله وايي، اسلام له خوښۍ، مېلمستیا او د واده مراسمو له ترسره کولو سره مخالفت نه لري؛ خو کله چې لګښتونه د کورنۍ له اړتیا او مالي وس څخه واوړي او له یو بل سره د سیالۍ لپاره ترسره شي، اسراف ګڼل کېدای شي.
هغه د اعراف سورت د ۳۱م آیت ژباړې ته په اشاره وویل: «الله تعالی په قران کریم کې فرمایلي دي: وخورئ او وڅښئ، خو اسراف مه کوئ. مسلمان باید په لګښتونو کې منځلاري مراعات کړي او د یوه مراسم د ترسره کولو لپاره باید ځان او کورنۍ د پورونو او اقتصادي ستونزو تر بار لاندې نه کړي.»
د هغه په خبره، هغه کورنۍ چې مالي وس یې محدود وي، باید د نورو د مجللو مراسمو له امله ځان د ورته لګښتونو کولو ته اړ ونه ګڼي.
هغه زیاته کړه: «د واده او خوښۍ ارزښت د مېلمنو په شمېر، د خوړو په بیه او ډالیو کې نه دی؛ بلکې مهمه دا ده چې مراسم د شریعت په چوکاټ کې او د کورنۍ له اقتصادي وس سره سم ترسره شي.»
مولوي رحمتالله ټینګار وکړ چې دیني عالمان، د جوماتونو امامان او د ټولنې مشران کولای شي د اسراف د پایلو په اړه د خلکو د پوهاوي له لارې کورنۍ سادهګۍ ته وهڅوي.
د ټولنیزو دودونو د بدلون اړتیا
ټولنیز فعال عبدالرحیم زوري وايي، کورنۍ کولای شي د غیرضروري تشریفاتو پر ځای خپلې شتمنۍ د اولادونو راتلونکي، د ناروغانو درملنې او له اړمنو سره د مرستې لپاره ځانګړې کړي.
هغه زیاته کړه چې د ټولنیزو دودونو بدلون وخت او د کورنیو، قومي مشرانو او دیني عالمانو همکارۍ ته اړتیا لري؛ ځکه کله چې په یوه سیمه کې څو کورنۍ د ساده مراسمو ملاتړ وکړي، پر نورو کورنیو هم ټولنیز فشار کمېږي.
زوري وویل، د ځینو ودونو او نورو مراسمو لپاره سلګونه مېلمانه رابلل کېږي او قیمتي ډالۍ ورکول کېږي؛ په داسې حال کې چې د ده په باور، د دغو لګښتونو یوه برخه اړمنو ته د مرستې، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او هغو ځوانانو د ملاتړ لپاره ځانګړې کېدای شي چې د اقتصادي ستونزو له امله کلونه مجرد پاتې شوي دي.
په همدې حال کې، ټولنپوه محمدرسول هم وايي چې د مراسمو د غیرضروري لګښتونو پر ځای، پیسې د اړمنو کورنیو د ملاتړ، د ناروغانو د درملنې، د سړکونو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو د بیارغونې او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره کارول کېدای شي.
د هغه په خبره، د درنو لګښتونو له امله د واده ستونزمنېدل ښايي ځینې ځوانان له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي او دې ته یې اړ کړي چې زدهکړې پرېږدي یا له هېواده بهر د کار په لټه کې شي.
هغه ټینګار وکړ چې د ټولنیزو دودونو بدلون یوازې په نصیحت نه شي کېدای؛ بلکې کورنۍ باید ډاډه وي چې که ساده مراسم ترسره کړي، خپلوان او نور خلک به یې نه ملامتوي.
رسمي فرمان او د عامه پوهاوي په برخه کې د رسنیو رول
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مفتي حبیبالله الهام وايي، د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه په دې وروستیو کې د خپلوانو د اړیکو، کوژدې، واده، غمرازۍ او له حج او عمرې څخه د راستنېدو په مراسمو کې د ځینو ناسمو دودونو د مخنیوي په اړه پنځه مادهییز فرمان صادر کړی دی.
د هغه په خبره، په دغه فرمان کې د خلکو د پوهاوي او د اړوندو وزارتونو، رسنیو، د علماوو شوراګانو، خطیبانو، د جوماتونو امامانو، قومي مشرانو او بانفوذه کسانو پر رول ټینګار شوی، څو فرمان عملي شي.
الهام له رسنیو وغوښتل چې د راپورونو او پوهاويورکوونکو مطالبو په خپرولو سره خلک د درنو لګښتونو له پایلو او د سادهګۍ له اړتیا خبر کړي. هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې دیني عالمان باید د جمعې د لمانځه په خطبو کې د دغو مراسمو د بېځایه لګښتونو د مخنیوي په اړه خبرې وکړي.