زرنج (پژواک) – د نیمروز په مرکز زرنج کې د «بانوان زرنج» په نوم د لاسي صنایعو او جامو د تولید یوه کارخونه چې درې کاله مخکې یې په ډېرو کمو امکاناتو فعالیت پیل کړی و، اوس پر یوه لوی تولیدي مرکز بدله شوې او د دې ترڅنګ یې ۸۰۰ نجونو ته د روزنې او ۱۳۰ ښځو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.
د «بانوان زرنج» کارخونې مسوولې سهیلا علیزهي پژواک ته وویل چې دغه کارخونه یې درې کاله مخکې په ډېرو کمو امکاناتو چې د خیاطۍ پنځه ماشینونه او پنځه کارکوونکي یې درلودل، جوړه کړې وه.

هغې زیاته کړه، په تېرو درېیو کلونو کې د کارخونې د فعالیتونو له پراخېدو سره د غالۍ اوبدلو، مرۍ اوبدلو او لاسي صنایعو برخې هم ورزیاتې شوې دي. اوس د دغه مرکز په تولیداتو کې افغاني ګنډ، لاسي اوبدل شوې غالۍ، په مرۍ ګنډل شوي کالي او ټیکري، بلوچي زیګپدان او نور لاسي صنایع شامل دي.

د نوموړې په خبره، د کارخونې فعالیتونه ورو ورو پراخ شول او وروسته د نجونو لپاره وړیا زدهکړې هم پیل شوې؛ په دې برخه کې تر اوسه ۸۰۰ ښځې او نجونې روزل شوې دي.
هغې وویل، ځینو نجونو د مهارتونو له زدهکړې وروسته خپل شخصي کارځایونه جوړ کړي او ځینې نورې په تولیدي کارګاوو کې په کار بوختې شوې دي.
د یادې کارخونې مسوولې زیاته کړه، اوسمهال ۶۰ ښځې د کارخونې دننه او ۷۰ نورې بهر، په ځانګړي ډول د بلوچي زیګپدان او بلوچي جامو ګنډلو برخو کې، په خپلو کورونو کې کار کوي.

د هغې په خبره، اوسمهال د دغه مرکز په بېلابېلو برخو کې ۲۰۰ نجونې زدهکړې کوي او شاوخوا ۲۵ کارکوونکې او ۵۰ زدهکوونکې یې له کډوالۍ راستنې شوې ښځې دي.
علیزي وویل: «زموږ په کارخونه کې د زدهکړو ترڅنګ، سلګونو ښځو ته د کار او عاید زمینه برابره شوې ده چې ډېری یې کونډې، بېوزلې، د کورنیو سرپرستې او کډوالې دي. نیمروز سرحدي ولایت دی او موږ هڅه کوو هغو کډوالو ته چې بېرته هېواد ته راګرځي، د مسلکي زدهکړو او عاید سرچینې جوړولو زمینه برابره کړو.»
هغې د کارخونې د تولیداتو د بازار په اړه وویل چې اوس هره اونۍ له نیمروز، نورو ولایتونو او بهرنیو هېوادونو فرمایشونه ترلاسه کوي او هر کال له یو شمېر ښوونځیو سره د زدهکوونکو د یونیفورمونو جوړولو قراردادونه هم کوي.
د علیزي په وینا، په دې کارخونه کې د غالیو د تولید ظرفیت هم لوړ شوی او اوس دغه مرکز کولای شي بهرنیو بازارونو ته په میاشت کې شاوخوا ۸۰ غالۍ تولید کړي؛ په داسې حال کې چې پخوا یې ان د لسو غالیو د فرمایش منلو توان هم نه درلود.

هغې زیاته کړه چې د کارخونې ځیني تولیدات، لکه غالۍ او د افغاني ګنډ کالي، د اروپايي هېوادونو بازارونو ته هم لېږل کېږي.
علیزي وویل: «په اروپايي بازارونو کې زموږ د سوداګرۍ پراختیا او د افغاني ګنډ جامو، کورنیو غالیو او لاسي صنایعو د فرمایشونو ترلاسه کولو زموږ کار غوړولی او وتوانېدو چې ډېرې ښځې په کار وګومارو. الحمدالله، له خپل کاره راضي یم.»

نوموړې زیاته کړه، پخوا دې کارخونې په ورځ کې یوازې د دوو جوړو جامو ګنډلو وړتیا لرله؛ خو اوس د صادراتو ترڅنګ د ښوونځیو یونیفورمونه، د یتیمخونو ماشومانو جامې او نور ډولونه کالي هم ګنډي او کله ناکله یې ورځنی تولید ۵۰ جوړو ته رسېږي.
خو د کارخونې مسووله وايي چې په ایران کې جګړه کله ناکله د دوی پر فعالیتونو منفي اغېز کوي؛ ځکه د پولو په تړل کېدو سره د خامو موادو بیې لوړېږي.
هغې زیاته کړه: «پلان لرو چې که د موسسو او سازمانونو ملاتړ ترلاسه کړو، د نیمروز په اړمنو سیمو، په ځانګړي ډول ولسوالیو او د کډوالو مېشتځایونو کې، درې نور مرکزونه جوړ کړو؛ خو د دغه کار لپاره د خیاطۍ وسایلو، د غالۍ اوبدلو ماشینونو او یوه لوی ځای برابرولو برخه کې د موسسو او سازمانونو ملاتړ ته اړتیا لرو.»
د ښځو په ژوند کې بدلون
د دې کارخونې د فعالیتونو له پراخېدو سره، یو شمېر هغه ښځې چې دلته یې زدهکړې کړې یا په کار بوختې دي، وايي چې دغو فرصتونو یې پر اقتصادي وضعیت او کورني ژوند مثبت اغېز کړی دی.

نسیمه چې په دې کارګاه کې د خیاطۍ ښوونکې ده، وايي چې له ماشومتوبه یې له خیاطۍ سره مینه لرله؛ خو د امکاناتو او مناسبو شرایطو نشتوالي له امله یې ونه شو کولای دغه مسلک په بشپړه توګه زده کړي.
هغې وویل: «کله چې مې د دې کارخونې په اړه واورېدل او دلته راغلم، د مسلکي استادانو تر څارنې لاندې مې خیاطي په مسلکي ډول زده کړه. زه د څلورو ماشومانو سرپرسته یم، دلته اووه زره افغانۍ معاش اخلم، په کور کې هم هره میاشت شاوخوا څلور زره افغانۍ عاید لرم چې زموږ د ژوند د لګښتونو لپاره بسنه کوي.»
هغې د دې ډول کارخونو د ملاتړ د دوام غوښتنه وکړه، څو د کورنیو سرپرستې ښځې هم د زدهکړې او کار فرصتونه ولري.
د دې کارخونې د غالۍ اوبدلو برخې ښوونکې مریم تاجک هم وايي چې د دغه مرکز له جوړېدو مخکې له غالۍ اوبدلو سره اشنا وه؛ خو په نیمروز کې د مناسب بازار نشتوالي له امله یې له دې لارې کافي عاید نه شو ترلاسه کولای.
هغې وویل، د کارګاه فعالیت له پیلېدو سره د کار زمینه ورته برابره شوه او اوس په دغه مرکز کې غالۍ اوبي او هره میاشت اته زره افغانۍ معاش ترلاسه کوي.
د نوموړې په خبره، هغه په خپل کور کې هم غالۍ اوبي او له دې لارې اضافي عاید ترلاسه کوي.
هغې زیاته کړه: «دې کارخونې له راتلو مخکې زموږ اقتصادي وضعیت ډېر خراب و؛ اولادونه مې ښوونځي ته نه تلل، ټوله ورځ به یې له کوڅو زاړه لاکونه او تش بوتلونه راټولول او پلورل؛ خو اوس شکر کوم چې د دې کارخونې له معاشه مې خپل اولادونه له هغه کاره خلاص کړل او ښوونځي کې مې شامل کړل.»
هغې هیله څرګنده کړه چې د کارخونې فعالیتونه پراخ شي، څو ډېرې ښځې د کار فرصتونه ترلاسه کړي.










