کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۵): د اریا صدیقي په نوم یوې نجلۍ، وروسته له هغه چې لوړې زدهکړې ترې پاتې شوې، د تابلو جوړولو هنر یې زده کړ، په دې برخه کې یې خپل فعالیت د څو تابلوګانو له جوړولو پیل کړ، اوس یې کار کارګاه ته پراختیا پیدا کړې او له خپلې خور سره په ګډه نندارتونونو کې ګډون کوي او ترڅنګ یې د خلکو فرمایشونه هم اخلي.
۲۲ کلنه اریا صدیقي وايي، له ښوونځي تر فراغت وروسته یې چې د لوړو زدهکړو د دوام زمینه ورته برابره نه شوه، هنري کارونو ته مخه کړه او پرېکړه یې وکړه چې د شبکهکارۍ یا تابلو جوړولو هنر زده کړي.

هغې پژواک ته وویل چې د ژورنالېزم له څانګې سره یې ډېره لېوالتیا درلوده، خو ونه توانېده په دې برخه کې لوړې زدهکړې وکړي.
صدیقي زیاته کړه چې یاد هنر یې له خپلې یوې ملګرې زده کړ او د دغه هنر زده کولو ته یې شاوخوا شپږ میاشتې وخت ورکړ.
د نوموړې په خبره: «کله چې مې له خپلې استادې زدهکړه کوله، یوازې غوښتل مې د ځان لپاره څو تابلوګانې جوړې کړم، خو له هماغو څو تابلوګانو مې کار دغه ځای ته راورسېد او اوس د مشتریانو لپاره ډېرې تابلوګانې جوړوم.»
په لږه پانګه د کار پیلول
اریا خپل فعالیت له شپږ زره افغانیو په کمه پانګه پیل کړ؛ خو د هغې په وینا، د کار له پراختیا او د محصولاتو له تنوع سره د اړینو خامو موادو د پېرلو لګښت یې په ځینو مواردو کې ۱۳ زره افغانیو ته رسېږي.

هغه د خامو موادو د بیو لوړېدل د خپل فعالیت له عمده ننګونو بولي او وايي چې له دې ستونزو سره سره هڅه کوي خپل کار ته دوام ورکړي.
د اریا د فعالیت پر مهال یې کشره خور ایدا، چې د قابلګۍ برخه کې زدهکړې کوي، هم له دغه هنر سره مینه پیدا کړه او له هغې سره یې ګډ کار پیل کړ.
اریا وايي: «کله چې به کور ته راتلم او خور مې زما کارونه لیدل، هغې هم لېوالتیا پیدا کړه چې له ما سره کار وکړي او همداسې اوس دواړه یوځای کار کوو. هغې دغه کار له ما زده کړ.»
د اریا په خبره، اوس درې کاله کېږي له خپلې خور سره د شبکېکارۍ یا تابلو جوړولو برخه کې فعالیت کوي.
ایدا صدیقي هم وايي، له دغه هنر سره یې هغه مهال ډېره مینه پیدا شوه چې د کار پر مهال یې د خپلې خور لېوالتیا او شوق ولید.
هغه زیاتوي چې په تېرو درېیو کلونو کې یې له اریا سره یوځای فعالیت کړی او له خپل ګډ کار څخه خوښه ده.
نندارتون؛ د بازارپېژندنې فرصت
اریا وايي، له ډېر ابتدايي حالته یې خپل کاروبار پیل کړ؛ خو په همدې وړتیا سره یې وکولای شول د لاسي صنایعو یوه نندارتون کې ګډون وکړي.
هغې وویل، په نندارتونونو کې ګډون یوازې د پلور فرصت نه و، بلکې د خلکو د خوښې او مشتریانو د سلیقو او غوښتنو پېژندلو زمینه یې هم ورته برابرېده.

هغه زیاتوي چې په نندارتونونو کې له ګډون وروسته پوه شول چې خلک له کوم ډول طرحو او تابلوګانو سره ډېره لېوالتیا لري او دوی هم هڅه وکړه چې خپل محصولات د هغوی له خوښې سره سم جوړ کړي.
اریا وايي، له دې تجربې وروسته یې پرېکړه وکړه چې خپل فعالیت ته دوام ورکړي او د تابلوګانو ترڅنګ نور بېلابېل محصولات هم جوړ کړي.
له انلاین لارې د فرمایشونو منل
دغه دواړه خویندې اوس د لرګیو په وسیله په بېلابېلو طرحو او ډیزاینونو کې دېوالي او مېزي تابلوګانې او ځیني تزئیني توکي جوړوي.
اریا وايي چې خپل محصولات پر انسټاګرام پاڼه خپروي او له همدې لارې هم فرمایشونه ترلاسه کوي.
هغه زیاتوي چې د هرې تابلو جوړولو وخت د کار له ډول او د مشتریانو له فرمایش سره تړاو لري او ډېری اثار یې د مشتریانو د فرمایش له مخې جوړېږي.
د اریا په خبره، په ځینو مواردو کې دوی خپله خطاطي کوي او په نورو مواردو کې د پېرېدونکي غوښتل شوی متن یا طرحه چاپوي او پر تابلو یې چمتو کوي.
هغه وايي چې دوی ډېری وخت هڅه کوي د تابلوګانو لپاره داسې متنونه وټاکي چې د وطن په اړه وي.
اریا زیاتوي چې شبکهکاري یوازې د تابلوګانو تر جوړولو محدوده نه ده، په دغه هنر سره د بېلابېلو طرحو، ان د خلکو د څېرو، جوړول هم شوني دي.
هغه وايي چې اوس مهال د دغه هنر په وسیله د عینکو جوړولو زدهکړه هم کوي او هیله لري چې په راتلونکي کې نور محصولات هم جوړ کړي.
اریا وايي: «ما هيڅکله فکر نه کاوه چې یوه ورځ به مې کار دومره پراخ شي.»
د نندارتونونو کمښت او پر پلور یې اغېز
اریا وايي چې نندارتونونو یې د اثارو په معرفي او پلور کې مهم رول درلود؛ خو د دغو پروګرامونو کمېدو له امله یې د محصولاتو پلور هم له ستونزو سره مخ شوی دی.
هغه زیاتوي چې د خلکو اقتصادي وضعیت هم د هنري اثارو پر پېرلو اغېز کړی؛ ځکه سره له دې چې ځیني خلک له لاسي صنایعو سره لېوالتیا لري، خو یو شمېر کورنۍ د دغو محصولاتو پېرلو توان نه لري.
خو اریا وايي، احساس کوي د لاسي صنایعو پر وړاندې د خلکو لېوالتیا او د هنرمندانو ملاتړ د تېر په پرتله زیات شوی دی.
د کارګاه د پراختیا هیله
اریا اوس د خپل کور یوه خونه د کار لپاره ځانګړې کړې او وايي چې په راتلونکي کې غواړي له کوره بهر یوه لویه کارګاه جوړه کړي.
هغه زیاتوي چې خپله اوسنۍ کارخونه به هم وساتي؛ ځکه ځیني فرمایشونه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې له کوره بهر د کار امکان نه وي.
اریا د خپل ځان او خور هدف د لاسي صنایعو برخه کې د فعالیت پراخول، د بېلابېلو محصولاتو جوړول او د کار د پراختیا لپاره د لا ډېرو امکاناتو برابرول بولي.

هغه له نجونو غواړي چې د هنر او مسلک زده کولو لپاره هڅه وکړي او وايي: «اوسمهال هرې نجلۍ ته پکار ده چې یو کار او یو هنر زده کړي، خپل وخت ضایع نه کړي او یو کار پیل کړي.»
ایدا هم وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې خلکو د دوی له هنر څخه ملاتړ کړی او د دوی د تابلوګانو په اړه د پېرېدونکو لېوالتیا زیاته شوې ده.
هغه وايي: «په دې درېیو کلونو کې، له نېکه مرغه زموږ خلکو زموږ د هنر ملاتړ کړی او موږ له خپل کار څخه رښتیا هم خوښ یو او خلکو زموږ له تابلوګانو سره لېوالتیا پیدا کړې ده.»
د اریا او ایدا کیسه یوازې د دوو ځوانو نجونو د بریا کیسه نه ده؛ په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې ډېرې ښځې او نجونې د بېلابېلو هنرونو او مسلکونو په زده کولو سره هڅه کوي د ځان لپاره د کار زمینه برابره او د کورنۍ د لګښتونو په برابرولو کې ونډه واخلي. د ډېرو لپاره یو هنر یا مهارت له یوې ساده بوختیا پیلېږي، خو وروسته د عاید، کاري خپلواکۍ او راتلونکي ته د هیلې پر سرچینې بدلېدای شي.