منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۶ غ.م
۱۳°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د میدان‌وردګو والي په کابل کې د ایران له سفیر سره کتلي

· ۱ دقیقه لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – د میدان‌وردګو والي ملا خیرالله خیرخواه په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بیکدلي او د هغه له مرستیال سید حسن مرتضوي سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو او د همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.

په افغانستان کې د ایران سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه‌اړخیزو اړیکو، متقابلو همکاریو او سیمه‌ییزو تعاملاتو په اړه د نظرونو تبادله کړې ده.

سرچینې زیاته کړې چې د میدان‌وردګو والي د افغانستان او ایران ترمنځ د ښو اړیکو پر دوام، متقابل درناوي او رغنده تعامل ټینګار کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دواړو لورو د لیدنې په پای کې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.