کابل (پژواک) – د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضلالرحمن په ټول پاکستان کې د لاریونونو کولو او د لویو لارو د تړلو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، فضلالرحمن دغه غوښتنه نن (پنجشنبه) په یوه ویډیويي پیغام کې کړې ده.
نوموړي له خپلو پلویانو غوښتي چې په ټول هېواد کې لاریونونه وکړي او لویې لارې او موټروې وتړي.
هغه ویلي چې د کوهستان او چترال په ګډون د هېواد له بېلابېلو سیمو، تر بدین، تربت، مکران او چمن پورې، باید د ګوند غړي لاریونونه وکړي.
فضلالرحمن دغه غوښتنه په داسې حال کې کړې چې د هغه د ګوند د سرګودها ښار غونډه له محدودیتونو سره مخ شوې او د ګوند یو شمېر مشران او غړي نیول شوي دي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د جمعیت علمای اسلام (ف) د مرکزي عمومي منشي مولانا عبدالغفور حیدري په ګډون څو کسان په سرګودها کې نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې، د سرګودها مرستیال کمېشنر د نومبر له ۲۵مې د فضلالرحمن او د هغه د ګوند د اتو نورو مشرانو پر ورتګ او اوسېدو د ۳۰ ورځو لپاره بندیز لګولی دی.
فضلالرحمن د یادو محدودیتونو او نیونو په غبرګون کې له خپلو پلویانو غوښتي چې د لاریونونو له لارې د خپل ګوند د غونډې د ترسره کېدو او د نیول شوو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د نومبر په ۲۴مه د لاهور پولیسو د فضلالرحمن د استوګنځي شاوخوا خنډونه جوړ کړي وو او د هغه د تګ راتګ مخه یې نیولې وه.
فضلالرحمن وروسته په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې د لاهور په بېلابېلو برخو کې د پولیسو د پوستو او خنډونو له امله نه شي کولای د لاهور د عالي محکمې د وکیلانو په غونډه کې ګډون وکړي.










