کابل (پژواک) – د اسلامي امارت مشر د امنیتي کمېسیون غونډه کې مسوولینو ته سپارښتنې کړې چې له غفلت څخه ځان وساتي، خپلې ورسپارل شوې دندې په ښه توګه ترسره کړي، د مجاهدینو له حالاتو ځان خبر وساتي او له خلکو سره د حسنه اخلاقو په چوکاټ کې تعامل وکړي.
د ریاستالوزرا عمومي ریاست دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت د زعیم په مشرۍ د امنیتي کمېسیون غونډه ترسره شوه.
سرچینه زیاتوي، په دې غونډه کې د امنیتي کمېسیون پر غړو سربېره د اسلامي امارت رییسالوزراء ملا محمدحسن اخند او د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند هم حضور درلود.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه د تېرې غونډې د پرېکړو د تطبیق پر څرنګوالي بحث وشو، راپورونه وړاندې شول، وړاندیز شوې طرحې تائید او اړوندو ادارو ته یې د ښه تطبیق او لازمو اقداماتو په موخه لارښوونې وشوې.
سرچینې زیاته کړې، د اسلامي امارت مشرتابه مسوولینو ته جدي سپارښتنې وکړې چې له غفلت څخه ځان وساتي، خپلې ورسپارل شوې دندې په ښه توګه ترسره کړي، د مجاهدینو له حالاتو ځان خبر وساتي او له خلکو سره د حسنه اخلاقو په چوکاټ کې تعامل وکړي.











