کابل (پژواک) – د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمان له لوري د لاریونونو له رابللو سره سم، د هغه پلویانو په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مهمې لویې لارې تړلې او دغهراز د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ د نښتو او تاوتریخوالي راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د پاکستان اکسپرېس نیوز د راپور له مخې، د دغه ګوند پلویانو په پېښور او کویټه او همدارنګه د پاکستان په کراچۍ، لاهور او ځینو نورو سیمو کې د مهمو لویو لارو پر سر پرلتونه وهلي او په ځینو سیمو کې یې ټایرونه هم سوځولي دي.
راپور زیاتوي چې د خیبر پښتونخوا پولیسو د اعتراض کوونکو پر ضد د عملیاتو پر مهال له ۵۰ ډېر کسان نیولي او په پېښور کې یې د ایمون موټروې ترافیکي ګڼه ګوڼه او ګډوډي بېرته کنټرول کړې ده.
په کراچۍ کې د حب ریور روډ، سهراب ګوټ او ګګر فتک لارې د اعتراضونو له امله تړل شوې چې ورسره زرګونه موټر په ترافیکي ګڼهګوڼه کې بند پاتې شوي وو.
په لاهور کې هم د نیاز بېګ څلورلارې ته غځېدلې لاره تړل شوې وه؛ د راپور له مخې، د ښوونځیو د زدهکوونکو په ګډون ګڼ کسان ساعتونه په موټرو کې بند پاتې وو.
په بلوچستان کې هم د جمعیت علمای اسلام پلویانو په ټولو ولسوالیو کې لاریونونه او پرلتونه کړي او د کویټې–کراچۍ، کویټې–سبۍ، کویټې–چمن، کویټې–ژوب، کویټې–تفتان او کویټې–ګوادر په ګډون یې ګڼې مهمې لارې تړلې وې.
فضلالرحمن دغه لاریونونه په داسې حال کې رابللي چې د هغه د ګوند د سرګودها ښار غونډه له محدودیتونو سره مخ شوې او د ګوند یو شمېر مشران او غړي نیول شوي دي. د راپورونو له مخې، د سرګودها مرستیال کمېشنر د نومبر له ۲۵مې د فضلالرحمن او د هغه د ګوند د اتو نورو مشرانو پر ورتګ او اوسېدو د ۳۰ ورځو لپاره بندیز لګولی دی.
فضلالرحمن د یادو محدودیتونو او نیونو په غبرګون کې له خپلو پلویانو وغوښتل چې د لاریونونو له لارې د خپل ګوند د غونډې د ترسره کېدو او د نیول شوو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړي.










