کابل (پژواک) ـ په مسکو کې د افغانستان سفیر د استراخان په څلورم نړۍوال فورم کې د روسیې، ترکمنستان، افغانستان او ایران ترمنځ د ترانسپورټي لارو، سوداګرۍ، ګډو پانګونو او تولیدي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
په مسکو کې د افغانستان سفارت تېره شپه ناوخته پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په مسکو کې د.ا.ا سفیر مولوي ګلحسن حسن د استراخان په څلورم نړۍوال فورم «د شمال ـ سوېل نړۍوال ترانسپورټي دهلېز؛ نوي افقونه او فرصتونه» کې ګډون او وینا وکړه.
سرچینې زیاته کړې، نوموړي د افغانستان ستراتيژیک موقعیت د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره مهم وباله او د روسیې، ترکمنستان، افغانستان او ایران ترمنځ یې د ترانسپورټي لارو، سوداګرۍ، ګډو پانګونو او تولیدي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
هغه همدارنګه د افغاني محصولاتو د صادراتو، د روسیې بازار ته د لاسرسي، بانکي او ګمرکي اسانتیاوو د پراختیا غوښتنه وکړه.
سرچینې لیکلي، د فورم په څنډه کې، ګلحسن حسن د استراخان له والي ایګور یوریویچ بابوشکین سره کتلي او دواړو لورو افغان سوداګرو ته د ویزو د اسانتیا، د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د روسیې بازار ته د افغاني محصولاتو د لاسرسي په اړه خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې ګلحسن حسن د استراخان د بهرنیو اړیکو له مرستیال وزیر ایلیا واسیلیویچ او د صنعت، سوداګرۍ او انرژۍ وزارت له استازو سره هم کاري لیدنې کړې دي. نوموړي د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال الکسي اورچوک په مشرۍ د روسي پلاوي وروستی سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهم بللی دی.
د راپورونو له مخې، د استراخان څلورم نړۍوال فورم د نومبر له ۲۵مې تر ۲۷مې پورې د روسیې په استراخان ښار کې ترسره کېږي.











