Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له ‌امله دوه کسان وژل شوي او نهه نور ټپيان وو

کابل (پژواک ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴): تېره اونۍ، قزاقستان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه، روسیې وویل چې د ا.ا د رسميت پېژندلو په اړه به په مناسب وخت کې پرېکړه وکړي، م.م په افغانستان کې د درې سلنه امنیتي پېښو ډېرېدو ادعا وکړه، خو ا.ا رد کړه او اروپایي ټولنې وویل چې له افغانستان سره ۱۶۱ میلیونه یورو مرسته کوي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • حنفي: افغانستان له چين او د سوېلي اسيا له هېوادونو سره د همکاريو پراختيا ته لېوال دی
  • کابل او بیجینګ د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
  • قزاقستان د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی وټاکه.
  • ا.ا: د افغانستان او ناروې د اړیکو ارزولو په موخه د ناروې یو پلاوی کابل ته راځي
  • روسیه وایي، د اسلامي امارت د رسميت پېژندلو په اړه به په مناسب وخت کې پرېکړه وکړي.
  • د م.م راپور؛ افغانستان کې امنیتي پېښې درې سلنې زیاتې شوې؛ ا.ا: دغه راپور ردوو.
  • د بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان دې د افغان کډوالو د کارتونو د اعتبار موده ژر تمدید کړي
  • اروپايي ټولنه روان ميلادي کال له افغانستان سره ۱۶۱ میلیونه یورو مرسته کوي.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له ‌امله دوه کسان وژل شوي او نهه نور ټپيان وو.

ځايي چارواکي وايي، تېره اونۍ د زړو مرميو چاودنو له امله په فاریاب کې پنځه کسان او په کونړ کې دوه ماشومان ټپیان شوي، ننګرهار کې بیا په ورته پېښه کې یوه ۱۶ کلن هلک ژوند له لاسه ورکړی او د هغه ورور او خور ټپیان شوي دي.

دغه راز، تېره اونۍ ناپېژاندو وسله‌والو په فاریاب کې د تېر حکومت د ولايتي شورا منشي وژلی و.

د یادونې ده، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د چین – سوېلي اسیا په نهم نړۍوال نندارتون او فورم کې د ا.ا د پلاوي ګډون

تېره اونۍ، د ا.ا ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د چین – سوېلي اسیا په نهم نندارتون او فورم کې د ګډون په موخه چین ته ولاړ.

د راپورونو له مخې، حنفي په یاد فورم کې ویلي چې افغانستان د چین او سوېلي اسیا له هېوادونو سره د همکاریو پراختیا ته لیوالتیا لري او د خپل جغرافیایي موقعیت له امله کولای شي د مرکزي، سوېلي او ختیځې اسیا ترمنځ د نښلونکي پُل رول ولوبوي.

هغه ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت هيڅ فرد یا ډلې ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستانه چا ته ګواښ رامنځته کړي، د هيڅ هېواد په داخلي چارو کې مداخله نه کوي او له نورو هېوادونو هم د ورته عمل غوښتنه کوي.

دغه راز، حنفي د چين ولسي جمهوریت د ملي دايمي کنګرې له مرستیال وانګ‌ دونګ مینګ سره ليدنه کې هیله‌مندي ښودلې چی د دواړو هېوادونو ترمنځ دې په بېلابېلو برخو کې همکاري لا پياوړې او پراخه شي.

وانګ‌ دونګ مینګ ویلي، افغانستان او چين د دوو ګاونډيو هېوادونو په توګه په خپل منځ کې وړه ستونزه هم نه لري. هغه هم هیله‌ یې ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې او پياوړې شي.

له ا.ا سره د ډیپلوماتیکو اړيکو دوام

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د قزاقستان ولسمشر، یرکین توکوموف د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد د ځانګړي استازي په توګه وګوماره.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د قزاقستان له خوا د ځانګړي استازي ټاکل کېدل ستایلي او هیله یې څرګنده کړه چې دوه اړخیزې اړیکې نورې هم ښې شي.

دغه راز، د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر پیر البرټ الساس سره په لیدنه کې د ناروې له خوا د افغان ډیپلومات منل، په اړيکو او باورجوړونه کې يو ښه پرمختګ بللی او د افغانستان او لوېديځو هېوادونو ترمنځ اړيکو کې يې د ناروې رول رغنده ياد کړی دی.

د ناروې شارژدافير ویلي، په نږدې راتلونکي کې به يې د هېواد يو پلاوی کابل ته راشي او د اسلامي امارت له چارواکو سره به خپلې اړيکې وارزوي.

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا ویلي، مسکو د اسلامي امارت د سفیر د ورسېدو ته په تمه دی.

هغې په یوه مرکه کې د اسلامي امارت د رسميت پېژندلو په تړاو ویلي چې په دې اړه به د روسیې مشرتابه په مناسب وخت کې پرېکړه وکړي.

د ملګرو ملتونو د راپور په اړه د ا.ا غبرګون

تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د امنیت شورا ته یو راپور وړاندې کړ.

په دغه راپور کې د روان زېږدیز کال د فبرورۍ میاشتې له لومړۍ د اپرېل تر پایه د افغانستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت ته کتنه شوې او په‌کې راغلي چې په افغانستان کې د تېر زېږدیز کال د ورته مودې په پرتله امنیتي پېښې درې سلنې زیاتې شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دغه راپور رد کړی، ویلي یې دي چې دغه راپور د ناسمو معلوماتو پر اساس او د پروپاګند کولو په موخه جوړ شوی دی. هغه وايي چې په افغانستان کې امنیت تر بل هر وخت ښه شوی او خلک په ارامه خپل ژوند کوي.

افغان کډوال

تېره اونۍ، د بښنې نړۍوال سازمان وویل، په پاکستان کې د افغان کډوالو د (پي‌اوار) کارتونو د اعتیار نېټې پای ته رسېدو ته یوازې لس ورځې پاتې دي او د تمدید ځنډول یې کولای شي په پاکستان کې د زرګونه افغان کورنیو لپاره ناوړه پایلې ولري.

د راپورونو له مخې، پاکستان په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته د «پي‌او‌ار» په نوم د ورکړ شوو کارتونو د اعتبار موده د روان کال د جون تر ۳۰مې وه.

دغه سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د هویت کارتونو موده تمدید کړي او د «بهرنیو غیرقانوني وګړو د بېرته ستنولو پلان» ژر تر ژره په رسمي ډول لغوه کړي څو د افغان کډوالو د جبري ایستلو مخنیوی وشي.

په کابل کې د جاپان سفیر د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست سره لیدنه کې ویلي، له افغانانو سره به یې د هېواد مرستې د پخوا په څېر دوام ولري، کمښت به په‌کې نه راځي او روان زیږدیز کال له نورو هېوادونو د راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره ۷،۵ میلیون امریکايي ډالر د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې لګوي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان تېر میلادي کال ویلي وو چې له افغانانو د ملاتړ د دوام لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

دغه سازمان د ۲۰۲۵ میلادي کال لپاره په خپل بودجوي غوښتنلیک کې ویلي وو چې سږ کال ۸.۲ میلیارده ډالرو بودجې ته اړتیا لري چې له دې څخه ۴۹۹ میلیونه او ۸۰۰ زره ډالر یې باید په افغانستان کې ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د امریکا له خوا د بشري مرستو تر کمېدو وروسته، له هغو افغان کډوالو سره د مرستو د کموالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې له پاکستان او ایرانه ایستل کېږي. دې ادارې خبرداری ورکړی چې دغه حالت کولای شي په افغانستان کې بشري ناورین زیات کړي.

د اروپا کمېسیون مرسته

تېره اونۍ، د اروپا کمېسیون اعلان وکړ چې روان ميلادي کال د افغانستان د ډېرو زیانمنونکو وګړو د ملاتړ په موخه ۱۶۱ میلیونه یورو مرسته کوي. دغه راز، تېره اونۍ، یادې ټولنې خبر ورکړ چې پر سل ټنه بشري مرستو بار یوه الوتکه کابل ته رسېدلې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.