منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۳۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۰ غ.م
۵°صاف · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

میانمار کې د پوځ د هوايي بریدونو له امله تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۶ کتنې
د میانمار په راخین ایالت کې د هوايي برید له امله زیانمن شوی ځای؛ عکس: AP

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د میانمار په بېلابېلو سیمو کې د دغه هېواد د پوځ په وروستیو هوايي بریدونو کې تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د شنبې په ورځ د شان ایالت په یوه کلي کې د واده پر مراسمو په یوه هوايي برید کې د ماشومانو په ګډون ۲۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

همدارنګه، د راخین ایالت په مراوک‌یو ښارګوټي کې پر دوو استوګنیزو سیمو د میانمار د پوځ په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي دي. د دغه ایالت د ژغورنې ادارې یوه چارواکي ویلي چې د قربانیانو شمېر ښايي لوړ شي.

د راپور له مخې، د پنجشنبې په ورځ د ماګوای سیمې په یوه کلي کې د مذهبي مراسمو پر مهال د یوه ښوونځي او «بودايي معبد» هم هوايي برید شوی چې په کې د ښوونکو او ماشومانو په  ګډون۲۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

میانمار له ۲۰۲۱ کال راهیسې، کله چې پوځ د دغه هېواد منتخب حکومت نسکور کړ، له پراخې جګړې او ناامنۍ سره مخ دی. د پوځ د واکمنۍ پر ضد له پراخو اعتراضونو وروسته، د «مقاومت ډلو او قومي وسله‌والو ډلو» جګړې پیل کړې دي.