کابل (پژواک) – د البانیا په پلازمېنه تیرانا کې د دغه هېواد د لومړي وزیر ادي راما د استعفا غوښتنې په موخه د محصلینو په مشرۍ د حکومت پر ضد لاریون په تاوتریخوالي اوښتی او پولیسو د لاریونکوونکو د تیتولو لپاره له اوبو شیندونکو موټرو، اوښکې بهوونکي ګاز او پلاستیکي مرمیو کار اخیستی دی.
د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې لاریون د دغه هېواد د خپلواکۍ ورځې په مناسبت ترسره شوی و او ګډونوالو د لومړي وزیر ادي راما د استعفا غوښتنه کوله.
د راپور له مخې، لاریونوالو د پولیسو پر لور ډبرې او اور اخیستونکي بمونه غورځولي او د حکومت یوه ودانۍ یې هم په ډبرو ویشتلې ده. هغوی هڅه کړې چې د لومړي وزیر دفتر ته ورسېږي، خو پولیسو یې مخه نیولې ده.
په راپور کې ویل شوي چې د حکومت د اداري فساد په اړه د خلکو نارضایتي، د کاري فرصتونو کمښت او د ښوونې او روزنې د ټیټ کیفیت په اړه اندېښنې د دغو لاریونونو اصلي لاملونه دي. دغه اعتراضونه د اکتوبر له نیمایي راهیسې په تیرانا کې پیل شوي او نورو ښارونو ته هم غځېدلي دي.
د راپور له مخې، په وروستیو میاشتو کې ځینې لاریونونه په تاوتریخوالی هم اوښتي؛ لاریونوالو دولتي ودانۍ او بانکونه سوځولي، د هټیو ښیښې یې ماتې کړې او د پولیسو پر لور یې د غورځولو لپاره د سړکونو ډبرې ایستلې دي.
د البانیا حکومت فساد رد کړی او د لاریونوالو د غوښتنو په اړه یې د خبرو اترو غوښتنه کړې ده. حکومت د اعتراضونو د ارامولو لپاره د سونتوکو د بیو کمولو او بېوزلو کورنیو ته د مرستو زیاتولو په ګډون ځینې اقدامات هم کړي دي.
دا لاریونونه وروسته له هغه زیات شوي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د زوم جرد کوشنر په ملاتړ د دغه هېواد په ساحلي سیمه کې د یوه لوکس تفریحي پروژې پر وړاندې د خلکو اعتراضونه هم پیل شول.
ادي راما چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې د البانیا د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کوي، تېر کال د څلورم ځل لپاره هم دغه مقام ته وټاکل شو. هغه ویلي چې د ساحلي پراختیا پروژه قانوني ده او د سیمې له طبیعي چاپېریال څخه به ساتنه وشي.
البانیا د اروپايي ټولنې د غړیتوب لپاره هڅې کوي او غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې دغه ټولنې ته ورګډه شي.










