منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۲ غ.و
۱۴°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

روسیه: تېرو ۲۴ ساعتونو کې مو ۱۱۰۰ اوکرایني سرتېري وژلي

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۱ کتنې
یو سرتېری د شپې له خوا د هوايي دفاع په وسیله د ډزو پرمهال؛ انځور: ټاس

کابل (پژواک) – د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې چې ځواکونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د جګړې په لومړیو کرښو کې شاوخوا ۱۱۰۰ اوکرایني سرتېري وژلي او د روسیې په بېلابېلو سیمو کې یې د اوکراین څه باندې ۱۶۰۰ بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، روسي ځواکونو په همدې موده کې د اوکراین پنځه هدایت‌کېدونکي بمونه او د امریکا د «هیمارس» توغندیز سیسټم یو توغندی هم شنډ کړی دی.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې یې د دغه هېواد څه باندې ۳۰۰ زره بې‌پیلوټه الوتکې، ۶۷۴ الوتکې، ۲۸۴ چورلکې، ۳۱ زره او ۸۱۱ ټانکونه او نور زغره‌وال پوځي وسایط له منځه وړي دي.

د سرچینې په وینا، روسي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو د جوړولو، ساتلو او توغولو مرکزونه، پوځي هوايي ډګرونه، د انرژۍ او سون‌توکو تاسیسات او په ۱۵۶ سیمو کې د اوکرایني ځواکونو او بهرنیو جنګیالیو د لنډمهالې مېشتېدنې مرکزونه په نښه کړي دي.