منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۳۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۷ غ.م
۵°صاف · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

مکسیکو کې د ۱۳۰ زره کسانو نادرکه کېدل؛ کورنۍ د خپلو خپلوانو په موندلو پسې زندانونه لټوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹ کتنې
مکسیکو کې د نادرکه‌شویو کسانو د کورنیو غړي پیدراس نېګراس ښار ته د سفر پرمهال؛ عکس: الجزیره

کابل (پژواک) – الجزیرې په یوه تحلیلي راپور کې ویلي چې په تېرو شلو کلونو کې په مکسیکو کې شاوخوا ۱۳۰ زره کسان نادرکه شوي او د دغو کسانو کورنۍ اوس د خپلو خپلوانو د برخلیک معلومولو لپاره زندانونو ته ورځي او له بندیانو د هغوی په اړه د معلوماتو غوښتنه کوي.

د راپور له مخې، د نادرکه شویو کسانو د کورنیو غړو د سپټمبر په میاشت کې د مکسیکو د ۱۸ ایالتونو له بېلابېلو سیمو څخه د کوآهویلا ایالت د پیدراس نېګراس ښار زندان ته تللي او بندیانو ته یې د نادرکه شویو کسانو انځورونه ښودلي، څو د هغوی په اړه معلومات ترلاسه کړي.

په راپور کې راغلي چې د مکسیکو د نادرکه شویو کسانو د کورنیو د هڅو یو لامل د چارواکو له‌خوا د قضیو په څېړلو کې د پرمختګ نشتوالی دی. د ملګرو ملتونو یوې کمېټې په ۲۰۲۲ کال کې په یوه راپور کې ویلي وو چې په مکسیکو کې د جبري نادرکه کېدو په قضیو کې « له مجازاتو نږدې بشپړ معافیت» شتون لري او یوازې له دوه تر شپږ سلنه قضیې محکمې ته وړاندې کېږي.

د راپور له مخې، د پیدراس نېګراس زندان پخوا د «لاس زېتاس» جنایتکارې ډلې د عملیاتي مرکز په توګه کارول کېده. ویل کېږي چې دغې ډلې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ په دغه زندان کې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان وژلي دي. چارواکو په ۲۰۱۲ کال کې د زندان کنټرول بېرته ترلاسه کړ.

الجزیرې لیکلي چې د زندانونو د لیدنو پر مهال ځینې کورنۍ د خپلو خپلوانو د موندلو لپاره له بندیانو سره خبرې کوي؛ خو د دغو لیدنو پایلې تل د معلوماتو د ترلاسه کولو لامل نه کېږي. د راپور له مخې، په مکسیکو کې شاوخوا ۷۰ زره موندل شوي جسدونه لا هم نه دي پېژندل شوي او په سړو خونو یا ډله‌ییزو قبرونو کې ساتل کېږي.