منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۵ غ.و
۶°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

بوسنیا درې ایراني ډیپلوماټان د جاسوسۍ په شک ایستلي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۴ کتنې

کابل (پژواک) – د بوسنیا او هرزګوینا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د درېیو ډيپلوماټانو په ګډون یې څلور ایراني وګړي د جاسوسۍ د فعالیتونو په شک له دغه هېواده ایستلي دي.

د کرواشیا ملي خبري اژانس «هینا» راپور ورکړی چې د بوسنیا او هرزګوینا د بهرنیو چارو وزیر المالدین کوناکوویچ د یادو کسانو د ایستلو موضوع تایید کړې ده.

د راپور له مخې، څلور واړه ایرانیان د نومبر په ۲۵مه له بوسنیا او هرزګوینا وتلي دي. د ایستلو پرېکړه د دغه هېواد د استخباراتي او امنیتي ادارې (OSA) د معلوماتو پر بنسټ شوې ده.

په ایستل شویو کسانو کې حسین مهدیان‌فرد، د ایران په سفارت کې درېیم سلاکار، او دوه اتشې، مرتضی فضلي او احسان سجادي منزه شامل دي. د سید یاسر سیدمحمد په نوم یو بل ایرانی هم ایستل شوی، خو په بوسنیا کې یې د دندې او موقف څرنګوالی نه دی روښانه شوی.

کوناکوویچ د دې موضوع په اړه رسنیو ته ویلي چې دا یوه امنیتي مسئله ده او اړوند امنیتي ادارې کولای شي په اړه یې څرګندونې وکړي.

د هینا د راپور له مخې، د بوسنیا امنیتي ادارو مهدیان‌فرد د ایران د اطلاعاتو او امنیت وزارت (MOIS) کارکوونکی بللی او درې نور ایستل شوي ایرانیان یې د ایران له سپاه پاسداران سره تړلي ګڼلي دي.

مهدیان‌فرد د ۲۰۲۵ کال له نیمايي راهیسې په بوسنیا کې د ایران د سفارت د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله او تر دې مخکې یې لس کاله په جرمني کې دنده ترسره کړې وه.